Back
په تېرو 7 میاشتو کې 1325 ملکی وګړی وژل شوی
Published: 1389/05/18 0:0News ID: 1265Source: ایرکا خبری آژانس

د افغانستان د بشر حقوقو خپلواک کمیسیون د ولسې جرګې د انتخاباتو او په هیواد کې د ملکی تلفاتو په اړه دوه جلا جلا راپورونه خپاره کړل.
د ملکی تلفاتو په اړه په خپاره شوی راپور کې ویل شوی، چې د وسلوالو طالبانو، او ګډو ځواکونو له لوری په تېرو 7 میاشتو کې 1325تنه ملکی وګړی وژل شوی دی.
راپور زیاتوی، چې ډیرى دغه کسان د هېواد په جنوب او شمال کې وژل شوی دی، چې د دوى په وینا د افغانستان تر ټولو ناامنې سیمې دی او زیاتې چارې په کې په ټپه ولاړې دی.
ملکی تلفات هغه ستونزه ده، چې په تېرو نهو کلونو کې یې د مخنیوی په برخه کې زیاتې ژمنې وشوې، خو د دې پرځاى، چې راکمه شی لا پسې پراخه شوه.
دا په داسې حال کې ده، چې په دې وروستیو کې بهرنیو ځواکونو او وسلوالو طالبانو د خپلو پوځی لارښودونو د جوړولو اعلان وکړ، چې ویل شوی دوى به د ملکی تلفاتو په مخنیوی کې هڅه کوی.
تر دې مخکې د بشر حقوقو د څار او راپور ورکولو ادارې هم د ملکی تلفاتو په اړه راپور خپور کړى و، چې په هغه راپور کې هم د ملکی تلفاتو کچه لوړه ښوول شوې وه.
د بشر حقوقو په دویم خپاره شوی راپور کې د انتخاباتی کمپاینونو په اړه ویل شوی، چې امنیتی ستونزې، د طالبانو مخالفت او دځینو دولتی چارواکو مداخلې په دې برخه کې مهم خنډونه دی، چې کاندیدان په خلاص مټ کمپیانونه نه شی کولاى او خلک هم ښایی د ناامنیو له کبله په دغو انتخاباتو کې برخه وانخلی.