خبرگزاری افغان ایرکاIRCA News Agency
فارسیEnglishالعربيةپښتو
فارسیEnglishالعربيةپښتو
  • صفحه اصلی
  • دسته‌بندی اخبار
  • آرشیو اخبار
  • چندرسانه‌ای
  • تصاویر
  • ویژه مهاجرین
  • صفحه اصلی
  • دسته‌بندی اخبار
  • آرشیو اخبار
  • چندرسانه‌ای
  • تصاویر
خبرگزاری افغان ایرکا
خبرگزاری افغان ایرکاAfghan IRCA News Agency
تاریخ انتشار: 1389/05/18 0:0کد خبر: 1265

په تېرو 7 میاشتو کې 1325 ملکی وګړی وژل شوی

په تېرو 7 میاشتو کې 1325 ملکی وګړی وژل شوی - خبرگزاری افغان ایرکا

زمان تقریبی مطالعه: 2 دقیقه

د افغانستان د بشر حقوقو خپلواک کمیسیون د ولسې جرګې د انتخاباتو او په هیواد کې د ملکی تلفاتو په اړه دوه جلا جلا راپورونه خپاره کړل. د ملکی تلفاتو په اړه په خپاره شوی راپور کې ویل شوی، چې د وسلوالو طالبانو، او ګډو ځواکونو له لوری په تېرو 7 میاشتو کې 1325تنه ملکی وګړی وژل شوی دی. راپور زیاتوی، چې ډیرى دغه کسان د هېواد په جنوب او شمال کې وژل شوی دی، چې د دوى په وینا د افغانستان تر ټولو ناامنې سیمې دی او زیاتې چارې په کې په ټپه ولاړې دی. ملکی تلفات هغه ستونزه ده، چې په تېرو نهو کلونو کې یې د مخنیوی په برخه کې زیاتې ژمنې وشوې، خو د دې پرځاى، چې راکمه شی لا پسې پراخه شوه. دا په داسې حال کې ده، چې په دې وروستیو کې بهرنیو ځواکونو او وسلوالو طالبانو د خپلو پوځی لارښودونو د جوړولو اعلان وکړ، چې ویل شوی دوى به د ملکی تلفاتو په مخنیوی کې هڅه کوی. تر دې مخکې د بشر حقوقو د څار او راپور ورکولو ادارې هم د ملکی تلفاتو په اړه راپور خپور کړى و، چې په هغه راپور کې هم د ملکی تلفاتو کچه لوړه ښوول شوې وه. د بشر حقوقو په دویم خپاره شوی راپور کې د انتخاباتی کمپاینونو په اړه ویل شوی، چې امنیتی ستونزې، د طالبانو مخالفت او دځینو دولتی چارواکو مداخلې په دې برخه کې مهم خنډونه دی، چې کاندیدان په خلاص مټ کمپیانونه نه شی کولاى او خلک هم ښایی د ناامنیو له کبله په دغو انتخاباتو کې برخه وانخلی.
  • منبع: ایرکا خبری آژانس
  • لینک کوتاه
گفت‌وگو با مخاطبان

دیدگاه شما درباره این خبر چیست؟

دیدگاه خود را محترمانه و روشن با دیگران به اشتراک بگذارید.

نظرات مخاطبان

0 دیدگاه

هنوز دیدگاهی ثبت نشده؛ شما آغازکننده گفت‌وگو باشید.

  • پرونده‌های ویژه خبری
  • اخبار ویژه مهاجرین
  • پربازدیدترین‌ها
  • گزارش
  • علاقه‌مندی‌ها
زبان:
فارسیEnglishالعربيةپښتو
  • تلگرام
  • یوتیوب
  • اینستاگرام
  • فیسبوک
  • ایکس
  • آپارات

© 2005–2026 تمامی حقوق برای خبرگزاری افغان ایرکا محفوظ است.