یوناما نن (یکشنبه) د یوې خبرپاڼې په خپرولو ویلی چې رباب فاطمې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشی د ځانګړې استازې او د یوناما د مشرې په توګه خپله دنده پیل کړې ده.

په خبرپاڼه کې راغلی چې هغه په ملی او نړۍواله کچه د عامه خدمتونو په برخه کې له 30 کلونو ډېره کاری تجربه لری او په دوه اړخیزه او څو اړخیزه ډیپلوماسۍ، پالیسی جوړونه او د پروګرامونو د طرحې او پلی کولو په برخو کې تجربه لری.

هغې تر دې وړاندې د ملګرو ملتونو د سرمنشی د مرستیالې او د لږ پرمختللو او په وچه کې راګېر هېوادونو په چارو کې د دغه سازمان د استازې په توګه دنده ترسره کوله.

فاطمه له 2019 تر 2022 کال پورې په ملګرو ملتونو کې د بنګله‌دېش سفیره او دایمی استازې وه او له 2016 تر 2019 کال پورې یې په جاپان کې د دغه هېواد د سفیرې په توګه دنده ترسره کړې ده.