خبرگزاری افغان ایرکاIRCA News Agency
فارسیEnglishپښتو
فارسیEnglishپښتو
  • خانه
  • دسته‌بندی
  • آرشیو
  • چندرسانه‌ای
  • تصاویر
  • ویژه مهاجرین
  • خانه
  • دسته‌بندی
  • آرشیو
  • چندرسانه‌ای
  • تصاویر
تاریخ انتشار: 1405/07/26 13:53کد خبر: 130393

رباب فاطمې د یوناما د نوې مشرې په توګه خپله دنده پیل کړه

رباب فاطمې د یوناما د نوې مشرې په توګه خپله دنده پیل کړه - خبرگزاری افغان ایرکا

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشی ځانګړې استازې او په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندوی پلاوی (یوناما) نوې مشره رباب فاطمه کابل ته راغلې او خپله دنده یې پیل کړې ده.

زمان تقریبی مطالعه: 1 دقیقه

یوناما نن (یکشنبه) د یوې خبرپاڼې په خپرولو ویلی چې رباب فاطمې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشی د ځانګړې استازې او د یوناما د مشرې په توګه خپله دنده پیل کړې ده.

په خبرپاڼه کې راغلی چې هغه په ملی او نړۍواله کچه د عامه خدمتونو په برخه کې له 30 کلونو ډېره کاری تجربه لری او په دوه اړخیزه او څو اړخیزه ډیپلوماسۍ، پالیسی جوړونه او د پروګرامونو د طرحې او پلی کولو په برخو کې تجربه لری.

هغې تر دې وړاندې د ملګرو ملتونو د سرمنشی د مرستیالې او د لږ پرمختللو او په وچه کې راګېر هېوادونو په چارو کې د دغه سازمان د استازې په توګه دنده ترسره کوله.

فاطمه له 2019 تر 2022 کال پورې په ملګرو ملتونو کې د بنګله‌دېش سفیره او دایمی استازې وه او له 2016 تر 2019 کال پورې یې په جاپان کې د دغه هېواد د سفیرې په توګه دنده ترسره کړې ده.

  • منبع: افغان ایرکا خبری اژانس
  • لینک کوتاه

# موضوعات مرتبط

  • # یوناما
  • # افغانستان
  • # رباب فاطمې
گفت‌وگو با مخاطبان

دیدگاه شما درباره این خبر چیست؟

دیدگاه خود را محترمانه و روشن با دیگران به اشتراک بگذارید.

نظرات مخاطبان

0 دیدگاه

هنوز دیدگاهی ثبت نشده؛ شما آغازکننده گفت‌وگو باشید.

پربازدیدترین‌ها

گزارش

زبان:
فارسیEnglishپښتو
  • تلگرام
  • یوتیوب
  • اینستاگرام
  • فیسبوک
  • ایکس
  • آپارات

© 2005–2026 تمامی حقوق برای خبرگزاری افغان ایرکا محفوظ است.