Back
د بهرنیوځواکونو د برید دغندنې په موخه لاریون پیل شوی
Published: 1389/05/27 0:0News ID: 1453Source: ایرکا خبری آژانس

په ننګرهار کې د دوه تنه ملکی کسانو د وژل کیدو او بهرنیو ځواکونو لخوا د درې تنه ملکی کسانو د وړنې په خلاف نن سهار دکابل ـ جلال آباد پر لویه لار لاریون پیل شوی.
دننګرهار امنیې قومندانۍ ویاند سمونوال عبدالقغور چې د سره رود ولسوالۍ د امنیې قومندانۍ دنده په غاړه هم لری وویل : «دغه لاریون د هغو دریو ملکی کسانو د خوشې کیدو په موخه په لار اچول شوی دی کوم چې ، تیره شپه د سره رودو ولسوالۍ د سبزآباد له سیمې څخه د بهرنیو ځواکونو لخوا وړل شوی دی.»
هغه زیاته کړه چې ، د بهرنیوځواکونو په دې عملیاتو کې چې په یاده ولسوالۍ کې په لاره اچول شوی وو، ټول وژل شوی او نیول شوی کسان ملکیان دی.
د امنیې قومندانۍ ویاند زیاته کړه چې ، په دې عملیاتو کې دوه تنه ملکی کسان وژل شوی دی.
یو تن چې د نوم له ښودلو څخه یې ډډه وکړه خو د یاد کسانو خپلوان وویل چې ، که ددوی غوښتنه ونه منل شی ، دوی به د ننګرهار دولایت مقام پورې خپل لاریون ته ادامه ورکړی.
هغه زیاته کړه چې ، که د دوی غوښتنه ونه منل شی نو دوی به مړی نه ښخوی او مړی به دسړک په سر کیښودل شی.
هغه زیاته کړه چې ، تر څو چې ددوی لاریون کومې پایلې ته ونه رسیږی ، دوی به خپل لاریون ته ادامه ورکوی.
یو تن لاریون کوونکی چې عبدالقدوس نومیده وویل : « وژل شوی او وړل شوی کسان ټول ملکی کسان او په سیمه د خښتو د بټی مالکان دی.»
هغه زیاته کړه چې ، دواړه وژل شوی کسان پلار او ځوی وو ، چې دبهرنیو ځواکونو په برید کې تیره شپه ووژل شول.
د هغې په وینا : په وړل شووکسانو کې تن د یو وژل شوی کس ځوی هم شامل دی .
خو هاخوا د په ننګرهار کې دبهرنیو ځواکونو میشت مطبوعاتی دفتر په یوه خپره شوې خبرپانه کې یاد کسان ترهګر بللی او ویلی دی چې ، له نیول شوی کسانو څخه پوښتنې او ګرویګنې روانې دی.
داپه داسې حال کې ده چې ، تیره شپه دننګرهار ولایت د سره رود ولسوالۍ د سبزآباد سیمه کې د بهرنیو ځواکونو د برید په پایله کې دیوې کورنۍ دوه غړی وژل شوی او دری تنه ګاونډان د بهرنیوځواکونولخوا وړل شوی دی.