خبرگزاری افغان ایرکاIRCA News Agency
فارسیEnglishالعربيةپښتو
فارسیEnglishالعربيةپښتو
  • صفحه اصلی
  • دسته‌بندی اخبار
  • آرشیو اخبار
  • چندرسانه‌ای
  • تصاویر
  • ویژه مهاجرین
  • صفحه اصلی
  • دسته‌بندی اخبار
  • آرشیو اخبار
  • چندرسانه‌ای
  • تصاویر
خبرگزاری افغان ایرکا
خبرگزاری افغان ایرکاAfghan IRCA News Agency
تاریخ انتشار: 1389/05/27 0:0کد خبر: 1453

د بهرنیوځواکونو د برید دغندنې په موخه لاریون پیل شوی

د بهرنیوځواکونو د برید دغندنې په موخه لاریون پیل شوی  - خبرگزاری افغان ایرکا

زمان تقریبی مطالعه: 2 دقیقه

په ننګرهار کې د دوه تنه ملکی کسانو د وژل کیدو او بهرنیو ځواکونو لخوا د درې تنه ملکی کسانو د وړنې په خلاف نن سهار دکابل ـ جلال آباد پر لویه لار لاریون پیل شوی. دننګرهار امنیې قومندانۍ ویاند سمونوال عبدالقغور چې د سره رود ولسوالۍ د امنیې قومندانۍ دنده په غاړه هم لری وویل : «دغه لاریون د هغو دریو ملکی کسانو د خوشې کیدو په موخه په لار اچول شوی دی کوم چې ، تیره شپه د سره رودو ولسوالۍ د سبزآباد له سیمې څخه د بهرنیو ځواکونو لخوا وړل شوی دی.» هغه زیاته کړه چې ، د بهرنیوځواکونو په دې عملیاتو کې چې په یاده ولسوالۍ کې په لاره اچول شوی وو، ټول وژل شوی او نیول شوی کسان ملکیان دی. د امنیې قومندانۍ ویاند زیاته کړه چې ، په دې عملیاتو کې دوه تنه ملکی کسان وژل شوی دی. یو تن چې د نوم له ښودلو څخه یې ډډه وکړه خو د یاد کسانو خپلوان وویل چې ، که ددوی غوښتنه ونه منل شی ، دوی به د ننګرهار دولایت مقام پورې خپل لاریون ته ادامه ورکړی. هغه زیاته کړه چې ، که د دوی غوښتنه ونه منل شی نو دوی به مړی نه ښخوی او مړی به دسړک په سر کیښودل شی. هغه زیاته کړه چې ، تر څو چې ددوی لاریون کومې پایلې ته ونه رسیږی ، دوی به خپل لاریون ته ادامه ورکوی. یو تن لاریون کوونکی چې عبدالقدوس نومیده وویل : « وژل شوی او وړل شوی کسان ټول ملکی کسان او په سیمه د خښتو د بټی مالکان دی.» هغه زیاته کړه چې ، دواړه وژل شوی کسان پلار او ځوی وو ، چې دبهرنیو ځواکونو په برید کې تیره شپه ووژل شول. د هغې په وینا : په وړل شووکسانو کې تن د یو وژل شوی کس ځوی هم شامل دی . خو هاخوا د په ننګرهار کې دبهرنیو ځواکونو میشت مطبوعاتی دفتر په یوه خپره شوې خبرپانه کې یاد کسان ترهګر بللی او ویلی دی چې ، له نیول شوی کسانو څخه پوښتنې او ګرویګنې روانې دی. داپه داسې حال کې ده چې ، تیره شپه دننګرهار ولایت د سره رود ولسوالۍ د سبزآباد سیمه کې د بهرنیو ځواکونو د برید په پایله کې دیوې کورنۍ دوه غړی وژل شوی او دری تنه ګاونډان د بهرنیوځواکونولخوا وړل شوی دی.
  • منبع: ایرکا خبری آژانس
  • لینک کوتاه
گفت‌وگو با مخاطبان

دیدگاه شما درباره این خبر چیست؟

دیدگاه خود را محترمانه و روشن با دیگران به اشتراک بگذارید.

نظرات مخاطبان

0 دیدگاه

هنوز دیدگاهی ثبت نشده؛ شما آغازکننده گفت‌وگو باشید.

  • پرونده‌های ویژه خبری
  • اخبار ویژه مهاجرین
  • پربازدیدترین‌ها
  • گزارش
  • علاقه‌مندی‌ها
زبان:
فارسیEnglishالعربيةپښتو
  • تلگرام
  • یوتیوب
  • اینستاگرام
  • فیسبوک
  • ایکس
  • آپارات

© 2005–2026 تمامی حقوق برای خبرگزاری افغان ایرکا محفوظ است.