د دولت د مخالفې وسله والې ډلې حزب اسلامی مشر انجنیر حکمتیار د روغې جوړې خبرې یوه غولوونکې ډرامه وبلله او په هېواد کې یې د بهرنیو ځواکونو پر ضد پر جګړې ټینګار کړى دى. نوموړی دغه څرګندونې په هغې خبرپاڼه کې کړی، چې د نېکمرغه کوچنی اختر په مناسبت خپره کړې ده . د دغې خبر پاڼې یوه کاپی د یاد شوی ګوند د یوه غړی قریب الرحمن سعید لخوا رسنیو ته لیږل شوې ده. قریب الرحمن سعید د حزب اسلامی د هغه پلاوی غړى و، چې څو میاشتې مخکې کابل ته له دولت سره د خبرو اترو په موخه راغلى و. حکمتیار په یاده شوې خبرپاڼه کې ویلی، چې د سولې او روغې دولتی پلانونه د خلکو دغولولو لپاره جوړ شوی دی. هغه د حل یواځینۍ لاره په هېواد کې د مېشتو بهرنیو ځواکونو پر ضد د جګړې تر هغه وخت پورې ادامه وبلله، ترڅو دغه ځواکونه له افغانستان څخه ووځی. نوموړی د سولې له خبرو اترو سره په داسې حال کې خپل مخالفت ښودلى، چې جمهور رئیس کرزی له وسله والو مخالفینو سره د سولې د خبرو لپاره د سولې د عالی شورا د جوړولو اعلان کړى دى. حکومت وایی، چې د دغې شورا د غړو لېست، چې کېداى شی 50 یا 60 تنه وی جوړ شوى او له اختره وروسته به یې اعلان کړی.