بېرته
حکمتیار د روغې جوړې خبرې غولوونکې ډرامه وبلله
د خپرېدو نېټه: 1389/06/15 0:0د خبر شمېره: 1785سرچینه: ایرکا خبری آژانس

د دولت د مخالفې وسله والې ډلې حزب اسلامی مشر انجنیر حکمتیار د روغې جوړې خبرې یوه غولوونکې ډرامه وبلله او په هېواد کې یې د بهرنیو ځواکونو پر ضد پر جګړې ټینګار کړى دى.
نوموړی دغه څرګندونې په هغې خبرپاڼه کې کړی، چې د نېکمرغه کوچنی اختر په مناسبت خپره کړې ده .
د دغې خبر پاڼې یوه کاپی د یاد شوی ګوند د یوه غړی قریب الرحمن سعید لخوا رسنیو ته لیږل شوې ده.
قریب الرحمن سعید د حزب اسلامی د هغه پلاوی غړى و، چې څو میاشتې مخکې کابل ته له دولت سره د خبرو اترو په موخه راغلى و.
حکمتیار په یاده شوې خبرپاڼه کې ویلی، چې د سولې او روغې دولتی پلانونه د خلکو دغولولو لپاره جوړ شوی دی.
هغه د حل یواځینۍ لاره په هېواد کې د مېشتو بهرنیو ځواکونو پر ضد د جګړې تر هغه وخت پورې ادامه وبلله، ترڅو دغه ځواکونه له افغانستان څخه ووځی.
نوموړی د سولې له خبرو اترو سره په داسې حال کې خپل مخالفت ښودلى، چې جمهور رئیس کرزی له وسله والو مخالفینو سره د سولې د خبرو لپاره د سولې د عالی شورا د جوړولو اعلان کړى دى.
حکومت وایی، چې د دغې شورا د غړو لېست، چې کېداى شی 50 یا 60 تنه وی جوړ شوى او له اختره وروسته به یې اعلان کړی.