Back
بشری: د اختر لپاره مو کلک امنیتی تدابیر نیولی
Published: 1389/06/18 0:0News ID: 1835Source: ایرکا خبری آژانس

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وایی، چې د کوچنی اختر لپاره یې په ټول هېواد کې کلک امنیت تدابیر نیولی دی.
د کورنیو چارو وزارت ویاند زمری بشری له ازادی راډیو سره په مرکه کې وویل، چې پولیسو ته د لومړی درجې احظاراتو امر شوی ترڅو د هرډول ممکنه ناامنۍ مخه ونیسی.
بشری همداراز وویل، چې ټولې خواوې باید خلکو ته دا زمینه برابره کړی، چې د اختر شپې او ورځې په خوښۍ کې تیرې کړی.
تردې وړاندې د سفما په نامه د خبریالانو ټولنې په جګړو کې له ټولو ښکیلو اړخونو غوښتی وو، چې د اختر په مناسبت دې په موقت ډول اوربند وکړی.