افغان ولسمشر حامد کرزی د اختر د لمانځه تر ادا کولو وروسته د طالبانو په مشر ملا عمر غږ وکړ چې د افغان وژلو څخه دې لاس په سر شی او د سولې له بهیر سره دی یو ځای شی. کرزی په ورته وخت کې له بهرنیو سرتیرو هم وغوښتل چې د ترهګرو په اصلی ځالو کې عملیات وکړی کومې چې د کرزی پر وینا د پولو هغې غاړې ته موجودی دی. افغان ولسمشر د سولې عالې شورا جوړیدل هم یو مثبت ګام وباله چې پر وینا یې د سولې د پروسې په ټینګولو کې به اغیزمن ګامونه پورته کړی. نن د جمعې په ورځ په ټول افغانستان کې اختر دی . دغه ورځ په کابل کې د خاصو مراسمو په ترځ کې لمانځل کیږی. د عادې ورځو په څیر ګڼ ګوڼه نه شته خو کوچنی ماشومان او لویان په نویو جامو کې نغښتی ښکاری چې د یو بل کورونو ته د اختر مبارکیو لپآره ځی .