خبرگزاری افغان ایرکاAfghan IRCA News Agency
کرزی: ملا عمره سولې ته حاضر شه

زمان تقریبی مطالعه: 1 دقیقه
افغان ولسمشر حامد کرزی د اختر د لمانځه تر ادا کولو وروسته د طالبانو په مشر ملا عمر غږ وکړ چې د افغان وژلو څخه دې لاس په سر شی او د سولې له بهیر سره دی یو ځای شی.
کرزی په ورته وخت کې له بهرنیو سرتیرو هم وغوښتل چې د ترهګرو په اصلی ځالو کې عملیات وکړی کومې چې د کرزی پر وینا د پولو هغې غاړې ته موجودی دی.
افغان ولسمشر د سولې عالې شورا جوړیدل هم یو مثبت ګام وباله چې پر وینا یې د سولې د پروسې په ټینګولو کې به اغیزمن ګامونه پورته کړی.
نن د جمعې په ورځ په ټول افغانستان کې اختر دی .
دغه ورځ په کابل کې د خاصو مراسمو په ترځ کې لمانځل کیږی.
د عادې ورځو په څیر ګڼ ګوڼه نه شته خو کوچنی ماشومان او لویان په نویو جامو کې نغښتی ښکاری چې د یو بل کورونو ته د اختر مبارکیو لپآره ځی .
- منبع: آژانس خبری ایرکا
- لینک کوتاه
دیدگاه شما درباره این خبر چیست؟
دیدگاه خود را محترمانه و روشن با دیگران به اشتراک بگذارید.
نظرات مخاطبان
0 دیدگاههنوز دیدگاهی ثبت نشده؛ شما آغازکننده گفتوگو باشید.