Back
د لغمان په یو شمېر سیمو کې ټاکنې نه تر سره کېږی
Published: 1389/06/25 0:0News ID: 1939Source: ایرکا خبری آژانس

د لغمان د مرکز په درېیو ناامنو سیمو کې د وسله والو طالبانو پرضد د افغان او بهرنیو ځواکونو تر درنو عملیاتو وروسته هم دې سیمو کې د لا نورو ناامنیو له امله د ولسی جرګې ټاکنې نه ترسره کېږی.
د بادپښ،ګړوچ او شاګلیانو په نامه دا سیمې، چې افغان او بهرنیو ځواکونو د شاوخوا یو میاشتینیو عملیاتو په ترڅ کې د لسګونه وسله والو طالبانو د وژنې دعوه پکې کوله،د چارواکو په خبره اوس پکې د ولسی جرګې د ټاکنو لپاره د رایه اچونې کوم مرکز نه دى پرانېستل شوى.
د لغمان امنیې قومندان جنرال عزیز غرنی په یوه ځانګړې مرکه کې کلید ته وویل، چې دا سیمې د ښه امنیت لرونکی دی، خو له دې امله، چې وروستیو عملیاتو یې یو شمېر خلک کډوال کړی، پکې د ولسی جرګې ټاکنې نه ترسره کېږی.
امنیې قومندان دا هم وایی، چې د ټاکنو مرکزی کمېسیون په ټول لغمان کې د رایه اچونې شپږوېشت مرکزونه تړلی، خو لامل یې نه په ګوته کوی.
د ټاکنو کمېسیون بیا ناامنی یوازینى هغه لامل ګڼی، چې دوى د ټاکنیزو مرکزونو د تړلو پریکړه یې پربنسټ کوی.
لغمان، چې تر ننګرهاره وروسته په ختیځ کې دویم ډېرامنیت لرونکى ولایت و،د همدې ننګرهار په څېر له څو میاشتو راهیسې د ناامنۍ پېښې زیاتې شوی او د ځینو په اند چارواکی یې په مخنیوی کې پاتې راغلی.