خبرگزاری افغان ایرکاIRCA News Agency
فارسیEnglishالعربيةپښتو
فارسیEnglishالعربيةپښتو
  • صفحه اصلی
  • دسته‌بندی اخبار
  • آرشیو اخبار
  • چندرسانه‌ای
  • تصاویر
  • ویژه مهاجرین
  • صفحه اصلی
  • دسته‌بندی اخبار
  • آرشیو اخبار
  • چندرسانه‌ای
  • تصاویر
خبرگزاری افغان ایرکا
خبرگزاری افغان ایرکاAfghan IRCA News Agency
تاریخ انتشار: 1389/06/25 0:0کد خبر: 1939

د لغمان په یو شمېر سیمو کې ټاکنې نه تر سره کېږی

د لغمان په یو شمېر سیمو کې ټاکنې نه تر سره کېږی - خبرگزاری افغان ایرکا

زمان تقریبی مطالعه: 2 دقیقه

د لغمان د مرکز په درېیو ناامنو سیمو کې د وسله والو طالبانو پرضد د افغان او بهرنیو ځواکونو تر درنو عملیاتو وروسته هم دې سیمو کې د لا نورو ناامنیو له امله د ولسی جرګې ټاکنې نه ترسره کېږی. د بادپښ،ګړوچ او شاګلیانو په نامه دا سیمې، چې افغان او بهرنیو ځواکونو د شاوخوا یو میاشتینیو عملیاتو په ترڅ کې د لسګونه وسله والو طالبانو د وژنې دعوه پکې کوله،د چارواکو په خبره اوس پکې د ولسی جرګې د ټاکنو لپاره د رایه اچونې کوم مرکز نه دى پرانېستل شوى. د لغمان امنیې قومندان جنرال عزیز غرنی په یوه ځانګړې مرکه کې کلید ته وویل، چې دا سیمې د ښه امنیت لرونکی دی، خو له دې امله، چې وروستیو عملیاتو یې یو شمېر خلک کډوال کړی، پکې د ولسی جرګې ټاکنې نه ترسره کېږی. امنیې قومندان دا هم وایی، چې د ټاکنو مرکزی کمېسیون په ټول لغمان کې د رایه اچونې شپږوېشت مرکزونه تړلی، خو لامل یې نه په ګوته کوی. د ټاکنو کمېسیون بیا ناامنی یوازینى هغه لامل ګڼی، چې دوى د ټاکنیزو مرکزونو د تړلو پریکړه یې پربنسټ کوی. لغمان، چې تر ننګرهاره وروسته په ختیځ کې دویم ډېرامنیت لرونکى ولایت و،د همدې ننګرهار په څېر له څو میاشتو راهیسې د ناامنۍ پېښې زیاتې شوی او د ځینو په اند چارواکی یې په مخنیوی کې پاتې راغلی.
  • منبع: ایرکا خبری آژانس
  • لینک کوتاه
گفت‌وگو با مخاطبان

دیدگاه شما درباره این خبر چیست؟

دیدگاه خود را محترمانه و روشن با دیگران به اشتراک بگذارید.

نظرات مخاطبان

0 دیدگاه

هنوز دیدگاهی ثبت نشده؛ شما آغازکننده گفت‌وگو باشید.

  • پرونده‌های ویژه خبری
  • اخبار ویژه مهاجرین
  • پربازدیدترین‌ها
  • گزارش
  • علاقه‌مندی‌ها
زبان:
فارسیEnglishالعربيةپښتو
  • تلگرام
  • یوتیوب
  • اینستاگرام
  • فیسبوک
  • ایکس
  • آپارات

© 2005–2026 تمامی حقوق برای خبرگزاری افغان ایرکا محفوظ است.