د کندهار مرستیال ښاروال، چې پرون مازیګر یی په یوې پېښې کې سخت ټپونه اخیستی وو نن سهار ساه ورکړه. مرستیال ښاروال نور احمد نظری د دوشنبې په ماسپښین د خپل کار ځاى څخه د کور پر لور روان و، چې نامعلومو وسله والو د دویمې ناحیې په کاریز بازار سیمه کې په ډزو وویشت او وروسته میرویس روغتون ته ولیږدول شو، چې سهار یې په یاد روغتون کې ساه ورکړه. د یادونې وړ ده، چې په ورته وخت کې د علماوو د شورا غړى مولوی حبیب الله هم په لویه ویاله سیمه کې نامعلومو کسانو په ډزو وواژه . په دواړو پېښو کې برید کونکی په تیښته بریالی شوی، چې چارواکی یی په نیونه کې د جدی پلټونو یادونه کوی. تردې وړاندې پرون سهار مهال هم په میرویس مېنه سیمه کې د سړک غاړی ماین یو عام وګړى ژوبل کړ او د دوشنبې ماښام په دریو ماین چاودنو کې چارواکی د دوو پولیسو د وژنې او د یوعام وګړی په ګډون د نهو پولیسو د ټپی کېدو خبره کوی.