خبرگزاری افغان ایرکاAfghan IRCA News Agency
د کندهار مرستیال ښاروال او د علماوو شورا یو غړى ووژل شول

زمان تقریبی مطالعه: 1 دقیقه
د کندهار مرستیال ښاروال، چې پرون مازیګر یی په یوې پېښې کې سخت ټپونه اخیستی وو نن سهار ساه ورکړه.
مرستیال ښاروال نور احمد نظری د دوشنبې په ماسپښین د خپل کار ځاى څخه د کور پر لور روان و، چې نامعلومو وسله والو د دویمې ناحیې په کاریز بازار سیمه کې په ډزو وویشت او وروسته میرویس روغتون ته ولیږدول شو، چې سهار یې په یاد روغتون کې ساه ورکړه.
د یادونې وړ ده، چې په ورته وخت کې د علماوو د شورا غړى مولوی حبیب الله هم په لویه ویاله سیمه کې نامعلومو کسانو په ډزو وواژه .
په دواړو پېښو کې برید کونکی په تیښته بریالی شوی، چې چارواکی یی په نیونه کې د جدی پلټونو یادونه کوی.
تردې وړاندې پرون سهار مهال هم په میرویس مېنه سیمه کې د سړک غاړی ماین یو عام وګړى ژوبل کړ او د دوشنبې ماښام په دریو ماین چاودنو کې چارواکی د دوو پولیسو د وژنې او د یوعام وګړی په ګډون د نهو پولیسو د ټپی کېدو خبره کوی.
- منبع: ایرکا خبری آژانس
- لینک کوتاه
دیدگاه شما درباره این خبر چیست؟
دیدگاه خود را محترمانه و روشن با دیگران به اشتراک بگذارید.
نظرات مخاطبان
0 دیدگاههنوز دیدگاهی ثبت نشده؛ شما آغازکننده گفتوگو باشید.