Back
د بادغیس امنیه قومندانۍ ته څېرمه بمی چاودنه
Published: 1389/08/18 0:0News ID: 2656Source: ایرکا خبری آژانس

د بادغیس ولایت په مرکز قلعه نو کې د دغه ولایت امنیه قومندانۍ ته څېرمه بمی چاودنه شوې، چې د چارواکو په وینا، یو او د عینی شاهدانو په وینا، شپږ ملکی وګړی په کې ټپیان شول.
دغه چاودنه نن سهار نږدې 8 بجې او 45 دقیقې د بادغیس امنیه قومندانۍ ته څېرمه په یوه پارک شوی موټرسایکل کې رامنځته شوه.
د بادغیس امنیه قومندانۍ سرپرست کلید ته وویل، چې په دغه برید کې یو ملکی وګړى ټپی شوى، چې په سیمه ییز روغتون کې تر درملنې لاندې دى.
په همدې حال کې عینی شاهدانو کلید ته وویل، چاودنه هغه مهال رامنځته شوه، چې له سیمې څخه د ملی پولیسو یو رېنجر موټر د تېرېدو په حال کې وو او له کبله یې 6 تنه ملکی وګړی ټپیان شول او د پولیس موټر هم یو څه زیانمن شوى دى.
د عینی شاهدانو په وینا، د چاودنې له کبله په سیمه کې د کورونو او دوکانو ښېښې هم ماتې شوی دی.
د پېښې پړه وسله والو طالبانو پر غاړه اخیستې.
دا په داسې حال کې ده، چې څو ورځې وړاندې د هسپانیې صدراعظم دې ولایت ته د سفر پر مهال ویلی وو، چې په دغه ولایت کې به د امنیت د لا ټینګښت په خاطر د خپلو سرتېرو شمېره ډېره کړی.