خبرگزاری افغان ایرکاIRCA News Agency
فارسیEnglishالعربيةپښتو
فارسیEnglishالعربيةپښتو
  • صفحه اصلی
  • دسته‌بندی اخبار
  • آرشیو اخبار
  • چندرسانه‌ای
  • تصاویر
  • ویژه مهاجرین
  • صفحه اصلی
  • دسته‌بندی اخبار
  • آرشیو اخبار
  • چندرسانه‌ای
  • تصاویر
خبرگزاری افغان ایرکا
خبرگزاری افغان ایرکاAfghan IRCA News Agency
تاریخ انتشار: 1389/08/18 0:0کد خبر: 2656

د بادغیس امنیه قومندانۍ ته څېرمه بمی چاودنه

د بادغیس امنیه قومندانۍ ته څېرمه بمی چاودنه - خبرگزاری افغان ایرکا

زمان تقریبی مطالعه: 2 دقیقه

د بادغیس ولایت په مرکز قلعه نو کې د دغه ولایت امنیه قومندانۍ ته څېرمه بمی چاودنه شوې، چې د چارواکو په وینا، یو او د عینی شاهدانو په وینا، شپږ ملکی وګړی په کې ټپیان شول. دغه چاودنه نن سهار نږدې 8 بجې او 45 دقیقې د بادغیس امنیه قومندانۍ ته څېرمه په یوه پارک شوی موټرسایکل کې رامنځته شوه. د بادغیس امنیه قومندانۍ سرپرست کلید ته وویل، چې په دغه برید کې یو ملکی وګړى ټپی شوى، چې په سیمه ییز روغتون کې تر درملنې لاندې دى. په همدې حال کې عینی شاهدانو کلید ته وویل، چاودنه هغه مهال رامنځته شوه، چې له سیمې څخه د ملی پولیسو یو رېنجر موټر د تېرېدو په حال کې وو او له کبله یې 6 تنه ملکی وګړی ټپیان شول او د پولیس موټر هم یو څه زیانمن شوى دى. د عینی شاهدانو په وینا، د چاودنې له کبله په سیمه کې د کورونو او دوکانو ښېښې هم ماتې شوی دی. د پېښې پړه وسله والو طالبانو پر غاړه اخیستې. دا په داسې حال کې ده، چې څو ورځې وړاندې د هسپانیې صدراعظم دې ولایت ته د سفر پر مهال ویلی وو، چې په دغه ولایت کې به د امنیت د لا ټینګښت په خاطر د خپلو سرتېرو شمېره ډېره کړی.
  • منبع: ایرکا خبری آژانس
  • لینک کوتاه
گفت‌وگو با مخاطبان

دیدگاه شما درباره این خبر چیست؟

دیدگاه خود را محترمانه و روشن با دیگران به اشتراک بگذارید.

نظرات مخاطبان

0 دیدگاه

هنوز دیدگاهی ثبت نشده؛ شما آغازکننده گفت‌وگو باشید.

  • پرونده‌های ویژه خبری
  • اخبار ویژه مهاجرین
  • پربازدیدترین‌ها
  • گزارش
  • علاقه‌مندی‌ها
زبان:
فارسیEnglishالعربيةپښتو
  • تلگرام
  • یوتیوب
  • اینستاگرام
  • فیسبوک
  • ایکس
  • آپارات

© 2005–2026 تمامی حقوق برای خبرگزاری افغان ایرکا محفوظ است.