د جلال اباد زړې تالاشۍ څلور لاری کې نن د کېسټو په یوه پلورنځی کې چاودنې لس ولسی وګړی ټپیان کړل. پېښه غرمه مهال شوې، چې چارواکی یې د څرنګوالی په اړه څه نه وایی. د ننګرهار د والی ویاند احمدضیاعبدالزى، چې د پېښې پخلى کوی وایی، پکې ټپی شوی لس تنه ټول ولسی خلک دی، چې روغتون ته استول شوی او روغتیایې د ډاډ وړده. د پېښې مسؤلیت پر کېسټ پلورنځیو د پخوانیو چاودنو په څېر بیا هم چا پر غاړه نه دى اخېستى. د وسله والو طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد، چې ډېر کله یې د ننګرهار د ناامنیو پېښو مسؤلیت مانه،پخوا کلید ته ویلی وو، چې دوى شخصی شتمنیو ته د زیان اړولو خلاف دی، نو ځکه په دې پېښو کې لاس لرل نه منی. بلخوا نن په جلال اباد کې شاوخوا دېرشو د ولسی جرګې هغو نوماندانو د دې جرګې د اعلان شویو لومړنیو پایلو پرضد لاریون وکړ، چې په دغو پایلو کې ناکام ګڼل شوی. نوماندانو غوښتنه لرله، چې د ټاکنو په ورځ د درغلیو په تورنیول شوی کسان دې قانون او کارول شوې رایې دې حقدارو نوماندانو ته وسپارل شی. په ټاکنو کې د پراخو درغلیو دعوه لرونکو دې نوماندانو ویل، چې که غوښتنې یې له پامه ولوېږی، لاریونونه به یې بیا ولیدل شی. په ننګرهار کې د ټاکنو کمېسیون ځایی چارواکو د دوى د غوښتنو په اړه له خبرو ډډه وکړه.