بېرته
جلال آباد کې بمی چاودنې لس تنه ټپیان کړل
د خپرېدو نېټه: 1389/08/19 0:0د خبر شمېره: 2675سرچینه: ایرکا خبری آژانس

د جلال اباد زړې تالاشۍ څلور لاری کې نن د کېسټو په یوه پلورنځی کې چاودنې لس ولسی وګړی ټپیان کړل.
پېښه غرمه مهال شوې، چې چارواکی یې د څرنګوالی په اړه څه نه وایی.
د ننګرهار د والی ویاند احمدضیاعبدالزى، چې د پېښې پخلى کوی وایی، پکې ټپی شوی لس تنه ټول ولسی خلک دی، چې روغتون ته استول شوی او روغتیایې د ډاډ وړده.
د پېښې مسؤلیت پر کېسټ پلورنځیو د پخوانیو چاودنو په څېر بیا هم چا پر غاړه نه دى اخېستى.
د وسله والو طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد، چې ډېر کله یې د ننګرهار د ناامنیو پېښو مسؤلیت مانه،پخوا کلید ته ویلی وو، چې دوى شخصی شتمنیو ته د زیان اړولو خلاف دی، نو ځکه په دې پېښو کې لاس لرل نه منی.
بلخوا نن په جلال اباد کې شاوخوا دېرشو د ولسی جرګې هغو نوماندانو د دې جرګې د اعلان شویو لومړنیو پایلو پرضد لاریون وکړ، چې په دغو پایلو کې ناکام ګڼل شوی.
نوماندانو غوښتنه لرله، چې د ټاکنو په ورځ د درغلیو په تورنیول شوی کسان دې قانون او کارول شوې رایې دې حقدارو نوماندانو ته وسپارل شی.
په ټاکنو کې د پراخو درغلیو دعوه لرونکو دې نوماندانو ویل، چې که غوښتنې یې له پامه ولوېږی، لاریونونه به یې بیا ولیدل شی.
په ننګرهار کې د ټاکنو کمېسیون ځایی چارواکو د دوى د غوښتنو په اړه له خبرو ډډه وکړه.