زمونږ خبریال راپور راکړ، د ایران خارجه وزیر منوچهر متکی دغه ګډ کمیسیون د دوه اړخیزو ملګرتیاوو لپاره د دواړو هیوادونو د وچتو ګامونو لپاره د مسولینو د ارادې ښودونکی وباله. هغ همداراز د دوادو هیوادونو دښو سیاسی روابطو په څیر د ښو اقتصادی روابطو د پراختیا په ضرورت په ټینګار سره، د ایران او افغانستان تاریخی، کلتوری، ژبنی، او تمدنی ګډولو ته هم اشاره وکړه. هغه زیاته کړه، په یوې اوږدې تمدنی حوزې کې د دواړو هیوادونو شتون د ملګرتیاوو لپاره ټول لازم دلیلونه برابر کړی دی. متکی په افغانستان کې پارلمانی او د ولسمشرۍ انتخاباتو ترسره کیدا، په داخلی سیاست کې دوه مهم ګامونه وبلل، او هیله څرګنده کړه چې ټول په افغانستان کې د اساسی ثبات او امنیت او دافغانستان د پرمختګ او آبادۍ او سوکالۍ شاهد واوسو. دافغانستان خارجه وزیر ښاغلی زلمی رسول هم دغه غونډه په دوستانه فضا کې وبلله چې د دواړو هیوادونو د ملګرتیاوو د پراختیا په لړ کې ترسره کیږی. د افغانستان او ایران دریم ګډ اقتصادی کمیسیون د دواړو هیوادونو د خارجه وزیرانو په شتون سره نن سهار په تهران کې پیل شو.