خبرگزاری افغان ایرکاAfghan IRCA News Agency
دایران او افغانستان د دریم اقتصادی کمیسیون ترسره شو

زمان تقریبی مطالعه: 1 دقیقه
زمونږ خبریال راپور راکړ، د ایران خارجه وزیر منوچهر متکی دغه ګډ کمیسیون د دوه اړخیزو ملګرتیاوو لپاره د دواړو هیوادونو د وچتو ګامونو لپاره د مسولینو د ارادې ښودونکی وباله.
هغ همداراز د دوادو هیوادونو دښو سیاسی روابطو په څیر د ښو اقتصادی روابطو د پراختیا په ضرورت په ټینګار سره، د ایران او افغانستان تاریخی، کلتوری، ژبنی، او تمدنی ګډولو ته هم اشاره وکړه.
هغه زیاته کړه، په یوې اوږدې تمدنی حوزې کې د دواړو هیوادونو شتون د ملګرتیاوو لپاره ټول لازم دلیلونه برابر کړی دی.
متکی په افغانستان کې پارلمانی او د ولسمشرۍ انتخاباتو ترسره کیدا، په داخلی سیاست کې دوه مهم ګامونه وبلل، او هیله څرګنده کړه چې ټول په افغانستان کې د اساسی ثبات او امنیت او دافغانستان د پرمختګ او آبادۍ او سوکالۍ شاهد واوسو.
دافغانستان خارجه وزیر ښاغلی زلمی رسول هم دغه غونډه په دوستانه فضا کې وبلله چې د دواړو هیوادونو د ملګرتیاوو د پراختیا په لړ کې ترسره کیږی.
د افغانستان او ایران دریم ګډ اقتصادی کمیسیون د دواړو هیوادونو د خارجه وزیرانو په شتون سره نن سهار په تهران کې پیل شو.
- منبع: ایرکا خبری آژانس
- لینک کوتاه
دیدگاه شما درباره این خبر چیست؟
دیدگاه خود را محترمانه و روشن با دیگران به اشتراک بگذارید.
نظرات مخاطبان
0 دیدگاههنوز دیدگاهی ثبت نشده؛ شما آغازکننده گفتوگو باشید.