Back
فراه کې د وسله والو طالبانو لوړپوړى قومندان ونیول شو
Published: 1389/09/08 0:0News ID: 2915Source: ایرکا خبری آژانس

د فراه ولایت په خاک سفید ولسوالۍ کې تېره شپه د ایتلافی ځواکونو لخوا د یو لړعملیاتو په ترڅ کې د طالبانو لخوا د پرچمن ولسوال له یوه تن ساتونکی سره یوځاى ونیول شو.
چارواکی وایی، د طالبانو ولسوال مولوی کریم په خاک سفید ولسوالۍ کې له یوه کوره نیول شوى دى.
د خاک سفېد ولسوال ملک خداداد رسنیو ته ویلی، چې مولوی کریم د پرچمن ولسوالۍ سرپرستی پرغاړه لرله، چې د طالبانو له سرسختو قومندانانو څخه شمېرل کېږی.
نوموړی زیاته کړه، چې په پرچمن ولسوالۍ او څېرمه سیمو کې ډېرى د ناامنیو پېښې د مولوی کریم لخوا ترسره کېدې.
د فراه ولایت د خاک سفېد ولسوال زیاتوی، چې د دې ولسوالۍ خلک له دولته غواړی، چې نیول شوی کسان محاکمه او پر سزا ورسوی.
د وروستیو دوو میاشتو په جریان کې تر 20 ډېر وسله وال طالبان، چې د لویدیځ زون په ډېرى ناامنیو کې یې لاس لاره د ایتلافی ځواکونو لخوا نیول شوی دی.
د لویدیځ زون ډېرى خلکو له ایتلافی ځواکونو له دې امله مننه کړې، خو پر دې خبره یې هم ټینګار کړى، چې ایتلافی ځواکونه باید په راتلونکی کې ورته عملیات له افغان ځواکونو سره په همغږۍ ترسره کړی.