خبرگزاری افغان ایرکاIRCA News Agency
فارسیEnglishالعربيةپښتو
فارسیEnglishالعربيةپښتو
  • صفحه اصلی
  • دسته‌بندی اخبار
  • آرشیو اخبار
  • چندرسانه‌ای
  • تصاویر
  • ویژه مهاجرین
  • صفحه اصلی
  • دسته‌بندی اخبار
  • آرشیو اخبار
  • چندرسانه‌ای
  • تصاویر
خبرگزاری افغان ایرکا
خبرگزاری افغان ایرکاAfghan IRCA News Agency
تاریخ انتشار: 1389/09/08 0:0کد خبر: 2915

فراه کې د وسله والو طالبانو لوړپوړى قومندان ونیول شو

فراه کې د وسله والو طالبانو لوړپوړى قومندان ونیول شو - خبرگزاری افغان ایرکا

زمان تقریبی مطالعه: 1 دقیقه

د فراه ولایت په خاک سفید ولسوالۍ کې تېره شپه د ایتلافی ځواکونو لخوا د یو لړعملیاتو په ترڅ کې د طالبانو لخوا د پرچمن ولسوال له یوه تن ساتونکی سره یوځاى ونیول شو. چارواکی وایی، د طالبانو ولسوال مولوی کریم په خاک سفید ولسوالۍ کې له یوه کوره نیول شوى دى. د خاک سفېد ولسوال ملک خداداد رسنیو ته ویلی، چې مولوی کریم د پرچمن ولسوالۍ سرپرستی پرغاړه لرله، چې د طالبانو له سرسختو قومندانانو څخه شمېرل کېږی. نوموړی زیاته کړه، چې په پرچمن ولسوالۍ او څېرمه سیمو کې ډېرى د ناامنیو پېښې د مولوی کریم لخوا ترسره کېدې. د فراه ولایت د خاک سفېد ولسوال زیاتوی، چې د دې ولسوالۍ خلک له دولته غواړی، چې نیول شوی کسان محاکمه او پر سزا ورسوی. د وروستیو دوو میاشتو په جریان کې تر 20 ډېر وسله وال طالبان، چې د لویدیځ زون په ډېرى ناامنیو کې یې لاس لاره د ایتلافی ځواکونو لخوا نیول شوی دی. د لویدیځ زون ډېرى خلکو له ایتلافی ځواکونو له دې امله مننه کړې، خو پر دې خبره یې هم ټینګار کړى، چې ایتلافی ځواکونه باید په راتلونکی کې ورته عملیات له افغان ځواکونو سره په همغږۍ ترسره کړی.
  • منبع: ایرکا خبری آژانس
  • لینک کوتاه
گفت‌وگو با مخاطبان

دیدگاه شما درباره این خبر چیست؟

دیدگاه خود را محترمانه و روشن با دیگران به اشتراک بگذارید.

نظرات مخاطبان

0 دیدگاه

هنوز دیدگاهی ثبت نشده؛ شما آغازکننده گفت‌وگو باشید.

  • پرونده‌های ویژه خبری
  • اخبار ویژه مهاجرین
  • پربازدیدترین‌ها
  • گزارش
  • علاقه‌مندی‌ها
زبان:
فارسیEnglishالعربيةپښتو
  • تلگرام
  • یوتیوب
  • اینستاگرام
  • فیسبوک
  • ایکس
  • آپارات

© 2005–2026 تمامی حقوق برای خبرگزاری افغان ایرکا محفوظ است.