Back
افغان کرکټ ملی لوبډلې سکاټلند ته ماتې ورکړه
Published: 1389/09/14 0:0News ID: 2990Source: ایرکا خبری آژانس

په دوبۍ کې د کرکټ د دویم ډېوېژن ټېسټ لوبو د سیالیو په پایلوبه کې افغانستان سکاټلند ته ماتې ورکړه.
پرون د افغانستان د ټیم ټول لوبغاړی د یو سل او یو اویا منډو له جوړولو وروسته وسوځیدل، خو د سکاټلنډ لوبغاړو له څلور شپیتو منډو وروسته شپږ لوبغاړې له لاسه ورکړل.
سکاټلند 212 د افغانستان له پاره 125 منډې هدف ټاکلى، و خو نن د افغانستان ملی ټیم وتوانید د اوو لوبغاړو په سوځېدو ټاکلى هدف پوره کړی.
د افغانستان له لوری سمیع الله شینوارى ډېر ښه بالینګ وکړ او د مخالف لوری درې لوبغاړی یې وسوځول.
بل بالر حمید حسن هم د مخالف لوری دوه لوبغاړې له صحنی څخه لرې کړل.
افغانستان دغه پنځه ورځنۍ لوبه وګټله او د کرکټ دویم ډېوېژن ټېسټ جام یې ترلاسه کړ او د نړۍ په ټولو هېوادونو کې یې د ټېسټ لوبو په لړ کې یوولسم مقام خپل کړ.