په دوبۍ کې د کرکټ د دویم ډېوېژن ټېسټ لوبو د سیالیو په پایلوبه کې افغانستان سکاټلند ته ماتې ورکړه. پرون د افغانستان د ټیم ټول لوبغاړی د یو سل او یو اویا منډو له جوړولو وروسته وسوځیدل، خو د سکاټلنډ لوبغاړو له څلور شپیتو منډو وروسته شپږ لوبغاړې له لاسه ورکړل. سکاټلند 212 د افغانستان له پاره 125 منډې هدف ټاکلى، و خو نن د افغانستان ملی ټیم وتوانید د اوو لوبغاړو په سوځېدو ټاکلى هدف پوره کړی. د افغانستان له لوری سمیع الله شینوارى ډېر ښه بالینګ وکړ او د مخالف لوری درې لوبغاړی یې وسوځول. بل بالر حمید حسن هم د مخالف لوری دوه لوبغاړې له صحنی څخه لرې کړل. افغانستان دغه پنځه ورځنۍ لوبه وګټله او د کرکټ دویم ډېوېژن ټېسټ جام یې ترلاسه کړ او د نړۍ په ټولو هېوادونو کې یې د ټېسټ لوبو په لړ کې یوولسم مقام خپل کړ.