Back
حامد کرزی د کرکټ ملی لوبډلې اتلولی وستایله
Published: 1389/09/14 0:0News ID: 2995Source: ایرکا خبری آژانس

د جمهوری ریاست له مطبوعاتی دفتره په خپرې شوې خبر پاڼې کې راغلی، چې جمهور رئیس حامد کرزی د انترکانتیننتال کپ په لوبو کې د افغانستان د کرکټ ملی لوبډلې اتلولی وستایله او د دغې سترې بریا له کبله ټول افغان ملت ته مبارکی وایی.
په دغو لوبو کې، چې د څلور براعظمونو څخه 7 ټیمونو ګډون کړی و، افغانستان د سکاتلینډ ټیم ته په ماتې ورکولو سره د دغو سیالیو د اتلولۍ جام وګټلو.
د یادونې وړ ده، چې افغانستان په دغه ټورنمېنټ کې پر سکاټلیند سربېره کاناډا، ایرلیند، هالنډ او د کینیا لوبډلو ته هم ماتې ورکړې وه.