Back
په افغانستان کې سوله د پاکستان له همکارۍ پرته ناشونې ده
Published: 1389/09/14 0:0News ID: 2998Source: ایرکا خبری آژانس

جمهور رئیس کرزى وایی، چې په افغانستان کې د سولې او امنیت ټینګښت د پاکستان له همکارۍ پرته ناممکن دی.
کرزی دغه څرګندوې پرون په کابل کې د پاکستان له صدر اعلظم سره په ګډه خبری غونډه کې وکړې.
د پاکستان صدر اعظم یوسف رضا ګېلانی، چې په دوه ورځنی سفر کابل ته راغلی، د تروریزم پر ضد په مبارزې کې یی د خپل هېواد په ژمنې ټینګار وکړ.
کرزی د ویکی لکس له خوا د افغانستان په اړه د خپاره شوېو اسنادو په اړه وویل، چې دی په دغو اسنادو باور نه لری.
دغه انترنېټ پاڼې د متحده ایالاتو پټ دیپلوماټیک اسناد افشا کړی، چې په یوه برخه کې یی د کرزی د کابینې ځینې غړی یاد شوی او دی یی کمزوری او ساده رئیس جمهور بللى دی.