جمهور رئیس کرزى وایی، چې په افغانستان کې د سولې او امنیت ټینګښت د پاکستان له همکارۍ پرته ناممکن دی. کرزی دغه څرګندوې پرون په کابل کې د پاکستان له صدر اعلظم سره په ګډه خبری غونډه کې وکړې. د پاکستان صدر اعظم یوسف رضا ګېلانی، چې په دوه ورځنی سفر کابل ته راغلی، د تروریزم پر ضد په مبارزې کې یی د خپل هېواد په ژمنې ټینګار وکړ. کرزی د ویکی لکس له خوا د افغانستان په اړه د خپاره شوېو اسنادو په اړه وویل، چې دی په دغو اسنادو باور نه لری. دغه انترنېټ پاڼې د متحده ایالاتو پټ دیپلوماټیک اسناد افشا کړی، چې په یوه برخه کې یی د کرزی د کابینې ځینې غړی یاد شوی او دی یی کمزوری او ساده رئیس جمهور بللى دی.