Back
کونړ کې د ایتلافی او افغان ځواکونو ګډ عملیات
Published: 1389/09/23 0:0News ID: 3147Source: ایرکا خبری آژانس

د ډېورنډ کرښې ته لنډ کونړ کې بیا ایتلافی او افغان ځواکونو د وسله والو طالبانو پرضد پوځی عملیات کړی، چې دواړه غاړې پکې یو بل ته د مرګ، ژوبلې دعوې کوی.
عملیات د سرکاڼو ولسوالۍ په ګجنګل سیمه کې له درېیو ورځو راهیسې شوی، چې د کونړ د والی سیدفضل الله وحیدی په وینا، پکې یوولس حکومت ضد وسله وال وژل شوی او دوه نور ټپیان دی.
د کونړ والی عملیات د ایتلافی ځواکونو، افغان ملی اردو او سرحدی او ملی پولیسو لخوا ترسره شوی ګڼی.
په ختیځ کې د سرحدی ځواکونو قومندان مل پاسوال امین الله امرخېل بیا کلید ته رد کړه، چې ګواکې په دې عملیاتو کې سرحدی پولیسو هم برخه لرله.
همدلته ختیځ کې د ایتلافی ځواکونو مطبوعاتی اداره افغان ځواکونو سره په دې عملیاتو کې د خپلو یوولسو وسله والو مخالفینو د وژلو ترڅنګ د هغوى د وسلو او مهماتو د لاسته راوړلو دعوه کوی.
بله خوا طالب ویاند ذبیح الله مجاهد د عملیاتو پخلى کوی، خو وایی د څلورو ملګرو د وژل کېدو ترڅنګ یې پکې درې نور ملګری ټپیان شوی او عملیات کوونکې غاړې ته هم په ناڅرګنده کچه دروند ځانی زیان اوښتى.
د تېرې یکشنبې پر شپه د کونړ د بلې سرحدی ولسوالۍ ناړۍ پر دوو غره ییزو سیمو، کهی او دیسکور ایتلافی ځواکونو بمبار کړى و، چې پکې تر پینځه وېشتو پورې د ډیورنډ له هغې غاړې د راغلو پاکستانی وسله والو د وژنې دعوه کېده.
دا چې په تازه عملیاتو کې وژل شوی وسله وال څوک دی؟ د کونړ والی وایی، غوڅ ځواب یې نه شی ویلاى، خو ګومان کوی چې دا به هم د پاکستان تر واک لاندې سیمو څخه راغلی حکومت ضد وسله وال وی.
طالب ویاند بیا د والی خبره نه منی او وایی، چې داسې خبرې تبلیغاتی بڼه لری.
کونړ، چې د هېواد ختیځ کې ترټولو ناامنه ولایت ګڼل کېږی، پکې د دولت پلوو ځواکونو او وسله والو مخالفینو ترمنځه یې ډېرې داسې پېښې کېږی، چې اکثره او په ځانګړی ډول د دولتی زیان پرمهال یې ځایی چارواکی رسنیو ته معلومات نه ورکوی.