خبرگزاری افغان ایرکاIRCA News Agency
فارسیEnglishالعربيةپښتو
فارسیEnglishالعربيةپښتو
  • صفحه اصلی
  • دسته‌بندی اخبار
  • آرشیو اخبار
  • چندرسانه‌ای
  • تصاویر
  • ویژه مهاجرین
  • صفحه اصلی
  • دسته‌بندی اخبار
  • آرشیو اخبار
  • چندرسانه‌ای
  • تصاویر
خبرگزاری افغان ایرکا
خبرگزاری افغان ایرکاAfghan IRCA News Agency
تاریخ انتشار: 1389/09/23 0:0کد خبر: 3147

کونړ کې د ایتلافی او افغان ځواکونو ګډ عملیات

کونړ کې د ایتلافی او افغان ځواکونو ګډ عملیات - خبرگزاری افغان ایرکا

زمان تقریبی مطالعه: 2 دقیقه

د ډېورنډ کرښې ته لنډ کونړ کې بیا ایتلافی او افغان ځواکونو د وسله والو طالبانو پرضد پوځی عملیات کړی، چې دواړه غاړې پکې یو بل ته د مرګ، ژوبلې دعوې کوی. عملیات د سرکاڼو ولسوالۍ په ګجنګل سیمه کې له درېیو ورځو راهیسې شوی، چې د کونړ د والی سیدفضل الله وحیدی په وینا، پکې یوولس حکومت ضد وسله وال وژل شوی او دوه نور ټپیان دی. د کونړ والی عملیات د ایتلافی ځواکونو، افغان ملی اردو او سرحدی او ملی پولیسو لخوا ترسره شوی ګڼی. په ختیځ کې د سرحدی ځواکونو قومندان مل پاسوال امین الله امرخېل بیا کلید ته رد کړه، چې ګواکې په دې عملیاتو کې سرحدی پولیسو هم برخه لرله. همدلته ختیځ کې د ایتلافی ځواکونو مطبوعاتی اداره افغان ځواکونو سره په دې عملیاتو کې د خپلو یوولسو وسله والو مخالفینو د وژلو ترڅنګ د هغوى د وسلو او مهماتو د لاسته راوړلو دعوه کوی. بله خوا طالب ویاند ذبیح الله مجاهد د عملیاتو پخلى کوی، خو وایی د څلورو ملګرو د وژل کېدو ترڅنګ یې پکې درې نور ملګری ټپیان شوی او عملیات کوونکې غاړې ته هم په ناڅرګنده کچه دروند ځانی زیان اوښتى. د تېرې یکشنبې پر شپه د کونړ د بلې سرحدی ولسوالۍ ناړۍ پر دوو غره ییزو سیمو، کهی او دیسکور ایتلافی ځواکونو بمبار کړى و، چې پکې تر پینځه وېشتو پورې د ډیورنډ له هغې غاړې د راغلو پاکستانی وسله والو د وژنې دعوه کېده. دا چې په تازه عملیاتو کې وژل شوی وسله وال څوک دی؟ د کونړ والی وایی، غوڅ ځواب یې نه شی ویلاى، خو ګومان کوی چې دا به هم د پاکستان تر واک لاندې سیمو څخه راغلی حکومت ضد وسله وال وی. طالب ویاند بیا د والی خبره نه منی او وایی، چې داسې خبرې تبلیغاتی بڼه لری. کونړ، چې د هېواد ختیځ کې ترټولو ناامنه ولایت ګڼل کېږی، پکې د دولت پلوو ځواکونو او وسله والو مخالفینو ترمنځه یې ډېرې داسې پېښې کېږی، چې اکثره او په ځانګړی ډول د دولتی زیان پرمهال یې ځایی چارواکی رسنیو ته معلومات نه ورکوی.
  • منبع: ایرکا خبری آژانس
  • لینک کوتاه
گفت‌وگو با مخاطبان

دیدگاه شما درباره این خبر چیست؟

دیدگاه خود را محترمانه و روشن با دیگران به اشتراک بگذارید.

نظرات مخاطبان

0 دیدگاه

هنوز دیدگاهی ثبت نشده؛ شما آغازکننده گفت‌وگو باشید.

  • پرونده‌های ویژه خبری
  • اخبار ویژه مهاجرین
  • پربازدیدترین‌ها
  • گزارش
  • علاقه‌مندی‌ها
زبان:
فارسیEnglishالعربيةپښتو
  • تلگرام
  • یوتیوب
  • اینستاگرام
  • فیسبوک
  • ایکس
  • آپارات

© 2005–2026 تمامی حقوق برای خبرگزاری افغان ایرکا محفوظ است.