Back
ختیځ کې د 11 وسله والو مخالفینو د نیوې خبر ورکړل شو
Published: 1389/09/30 0:0News ID: 3233Source: ایرکا خبری آژانس

سرحدی ځواکونه پرخپلې یوې پوستې تر برید وروسته د کونړ په ناړۍ ولسوالۍ کې د شپږو پاکستانیانو په ګډون د یوولسو دولت ضدو وسله والو د نیونې خبر ورکوی.
په ختیځ کې د سرحدی پولیسو د لومړۍ لېوا قومندان مل پاسوال امین الله امرخېل وایی، چې دغو کسانو پرون سهار د دوى پر پوستې برید وکړ، چې پولیسو خپلې غاړې ته له کوم زیان پرته په شا وتمباوه.
د هغه په وینا، ترپېښې وروسته یې ځواکونو په پلټنو کې یوولس تنه د برید په تور ونیول، چې شپږ یې پاکستانیان او پینځه نور یې افغانان دی.
د سرحدی ځواکونو قومندان د دوى په اړه نور جزیات ورنکړل.
هڅه مو وکړه، چې په دې اړه د وسله والو طالبانو نظر هم راواخلو، خو په کې پاتې راغلو.
بریکوټ د کونړ په سرحدی ولسوالۍ ناړۍ کې هغه سیمه ده، چې د ډېورنډ کرښې د هغې غاړې چترال سره لنډه پوله لری.
له څو ورځو راهیسې پر سرحدی پولیسو په ختیځ افغانستان کې پېښې او بریدونه ډېرشوی، خو دوى وایی، یوې یې هم دوى ته کوم زیان نه دى اړولى.
وړمه شپه د ننګرهار په مومند درې ولسوالۍ کې هم د دې پولیسو پر یوې پوستې یو ساعت مخامخ جګړه شوې وه.