خبرگزاری افغان ایرکاIRCA News Agency
فارسیEnglishالعربيةپښتو
فارسیEnglishالعربيةپښتو
  • صفحه اصلی
  • دسته‌بندی اخبار
  • آرشیو اخبار
  • چندرسانه‌ای
  • تصاویر
  • ویژه مهاجرین
  • صفحه اصلی
  • دسته‌بندی اخبار
  • آرشیو اخبار
  • چندرسانه‌ای
  • تصاویر
خبرگزاری افغان ایرکا
خبرگزاری افغان ایرکاAfghan IRCA News Agency
تاریخ انتشار: 1389/09/30 0:0کد خبر: 3233

ختیځ کې د 11 وسله والو مخالفینو د نیوې خبر ورکړل شو

ختیځ کې د 11 وسله والو مخالفینو د نیوې خبر ورکړل شو - خبرگزاری افغان ایرکا

زمان تقریبی مطالعه: 1 دقیقه

سرحدی ځواکونه پرخپلې یوې پوستې تر برید وروسته د کونړ په ناړۍ ولسوالۍ کې د شپږو پاکستانیانو په ګډون د یوولسو دولت ضدو وسله والو د نیونې خبر ورکوی. په ختیځ کې د سرحدی پولیسو د لومړۍ لېوا قومندان مل پاسوال امین الله امرخېل وایی، چې دغو کسانو پرون سهار د دوى پر پوستې برید وکړ، چې پولیسو خپلې غاړې ته له کوم زیان پرته په شا وتمباوه. د هغه په وینا، ترپېښې وروسته یې ځواکونو په پلټنو کې یوولس تنه د برید په تور ونیول، چې شپږ یې پاکستانیان او پینځه نور یې افغانان دی. د سرحدی ځواکونو قومندان د دوى په اړه نور جزیات ورنکړل. هڅه مو وکړه، چې په دې اړه د وسله والو طالبانو نظر هم راواخلو، خو په کې پاتې راغلو. بریکوټ د کونړ په سرحدی ولسوالۍ ناړۍ کې هغه سیمه ده، چې د ډېورنډ کرښې د هغې غاړې چترال سره لنډه پوله لری. له څو ورځو راهیسې پر سرحدی پولیسو په ختیځ افغانستان کې پېښې او بریدونه ډېرشوی، خو دوى وایی، یوې یې هم دوى ته کوم زیان نه دى اړولى. وړمه شپه د ننګرهار په مومند درې ولسوالۍ کې هم د دې پولیسو پر یوې پوستې یو ساعت مخامخ جګړه شوې وه.
  • منبع: ایرکا خبری آژانس
  • لینک کوتاه
گفت‌وگو با مخاطبان

دیدگاه شما درباره این خبر چیست؟

دیدگاه خود را محترمانه و روشن با دیگران به اشتراک بگذارید.

نظرات مخاطبان

0 دیدگاه

هنوز دیدگاهی ثبت نشده؛ شما آغازکننده گفت‌وگو باشید.

  • پرونده‌های ویژه خبری
  • اخبار ویژه مهاجرین
  • پربازدیدترین‌ها
  • گزارش
  • علاقه‌مندی‌ها
زبان:
فارسیEnglishالعربيةپښتو
  • تلگرام
  • یوتیوب
  • اینستاگرام
  • فیسبوک
  • ایکس
  • آپارات

© 2005–2026 تمامی حقوق برای خبرگزاری افغان ایرکا محفوظ است.