Back
د ماین چاودنې درې تنه ملکی وګړی ټپیان کړل
Published: 1389/11/16 0:0News ID: 3841Source: ایرکا خبری آژانس

د کندهار ښار د دویمې امنیتی حوزې اړوند د خټی او نوشان ویالې ترمنځ د راه رباط په سیمه کې پرون سهار د نهه نیموبجو په شاوخوا کې یوې چاودنې درې تنه ملکی وګړی ټپیان کړل.
د کندهار امنیه قوماندان لوى پاسوال خان محمد مجاهد وایی، چې په یاده سیمه کې د ملکی وګړو یوه رکشه تېرېده، چې د لارو په اوږدو کې پر یوه ښخ شوی ماین ور برابره او په پایله کې یې دغه پېښه رامنځته شوه.
د هغه په وینا: په چاودنه کې د ریکشا چلوونکی په ګډون یوه ښځه او ماشوم ټپیان شوی دی.
بلخوا د میرویس روغتون ډاکټران وایی، چې له یادې چاودنې څخه دوى ته څلور تنه وروړل شوی وو، چې پکې دوه ماشومان، یو نارینه او یوه ښځه شامله ده.
د ډاکټرانو د معلوماتو له مخې، وروسته بیا ښځې د سختو ټپونو له امله ساه ورکړه.
د یادې چادونې په اړه تراوسه کومې ډلې څه نه دی ویلی.
د یادونې وړ ده، چې څو ورځی وړاندې د کندهار په ډنډ او ارغستان ولسوالیو کې هم د سړک د غاړی ماین چاودنې دوه ملکی وګړی مړه او دوه نور کړل.