د کندهار ښار د دویمې امنیتی حوزې اړوند د خټی او نوشان ویالې ترمنځ د راه رباط په سیمه کې پرون سهار د نهه نیموبجو په شاوخوا کې یوې چاودنې درې تنه ملکی وګړی ټپیان کړل. د کندهار امنیه قوماندان لوى پاسوال خان محمد مجاهد وایی، چې په یاده سیمه کې د ملکی وګړو یوه رکشه تېرېده، چې د لارو په اوږدو کې پر یوه ښخ شوی ماین ور برابره او په پایله کې یې دغه پېښه رامنځته شوه. د هغه په وینا: په چاودنه کې د ریکشا چلوونکی په ګډون یوه ښځه او ماشوم ټپیان شوی دی. بلخوا د میرویس روغتون ډاکټران وایی، چې له یادې چاودنې څخه دوى ته څلور تنه وروړل شوی وو، چې پکې دوه ماشومان، یو نارینه او یوه ښځه شامله ده. د ډاکټرانو د معلوماتو له مخې، وروسته بیا ښځې د سختو ټپونو له امله ساه ورکړه. د یادې چادونې په اړه تراوسه کومې ډلې څه نه دی ویلی. د یادونې وړ ده، چې څو ورځی وړاندې د کندهار په ډنډ او ارغستان ولسوالیو کې هم د سړک د غاړی ماین چاودنې دوه ملکی وګړی مړه او دوه نور کړل.