دایران داسلامی شورا دخارجی سیاست او ملی امنیت کمیسیون مشر وویل دافغانستان خلک هیڅ کله دخارجی پوځیانو له شتونه خوشحال نه دی . زمونږ خبریال وایی دایران داسلامی شورا دخارجی سیاست او ملی امنیت کمیسیون مشر علاالدین بروجردی نن په کابل کښې خبریالانو ته په مرکه کښې له امریکا سره دستراتژیک تړون دلاسلیک کولو لپاره په افغانستان دامریکا دباونو ته په اشارې سره وویل تهران دافغانستان شرایط درک کوی او هیله من دی ددغه هیواد ملی ګټو ته پام وشی . دایران داسلامی شورا دخارجی سیاست او ملی امنیت دکمیسیون مشر دافغانستان دولسمشر ، دهغه دلومړی مرستیال ، دملی امنیت دلوړې شورا دسیکرتر دمشرانو او ولسی جرګو دمشرانو او دسولې دلوړې شورا دمشر په شمول دافغانستان له لوړرتبه مقاماتو سره خپلې کتنې ته په اشارې سره وویل د2001 میلادی کال دسپتمبر دمیاشتې دیولسمې نیټې له حملو وورسته په افغانستان کښې دپردیو هیوادونو دشتون دپلمې ختمیدا ته په پام سره نور په افغانستان کښې دخارجی عسکرو دشتون ضرورت نشته . دایران دغه مسول دغه راز له نشه ایزو موادو او ترهګرۍ سره دمبارزې په نوم په افغانستان کښې داتوڅلویښتو خارجی هیوادونو کابو یو نیم لک عسکرو شتون ته اشارې سره وویل په افغانستان کښې دخارجی عسکرو له دیره کیدا وروسته دنشه ایزو موادو څلویښت فیصده زیاتوالی پوښتنه رامینځته کونکی خبره ده .