خبرگزاری افغان ایرکاAfghan IRCA News Agency
دافغانستان خلک دخارجي عسکرو له شتون خوشحاله نه دي

زمان تقریبی مطالعه: 2 دقیقه
دایران داسلامي شورا دخارجي سیاست او ملي امنیت کمیسیون مشر وویل دافغانستان خلک هیڅ کله دخارجي پوځیانو له شتونه خوشحال نه دي .
زمونږ خبریال وايي دایران داسلامي شورا دخارجي سیاست او ملي امنیت کمیسیون مشر علاالدین بروجردي نن په کابل کښې خبریالانو ته په مرکه کښې له امریکا سره دستراتژیک تړون دلاسلیک کولو لپاره په افغانستان دامریکا دباونو ته په اشارې سره وویل تهران دافغانستان شرایط درک کوي او هیله من دی ددغه هیواد ملي ګټو ته پام وشي .
دایران داسلامي شورا دخارجي سیاست او ملي امنیت دکمیسیون مشر دافغانستان دولسمشر ، دهغه دلومړي مرستیال ، دملي امنیت دلوړې شورا دسیکرتر دمشرانو او ولسي جرګو دمشرانو او دسولې دلوړې شورا دمشر په شمول دافغانستان له لوړرتبه مقاماتو سره خپلې کتنې ته په اشارې سره وویل د۲۰۰۱ میلادي کال دسپتمبر دمیاشتې دیولسمې نیټې له حملو وورسته په افغانستان کښې دپردیو هیوادونو دشتون دپلمې ختمیدا ته په پام سره نور په افغانستان کښې دخارجي عسکرو دشتون ضرورت نشته .
دایران دغه مسول دغه راز له نشه ایزو موادو او ترهګرۍ سره دمبارزې په نوم په افغانستان کښې داتوڅلویښتو خارجي هیوادونو کابو یو نیم لک عسکرو شتون ته اشارې سره وویل په افغانستان کښې دخارجي عسکرو له دیره کیدا وروسته دنشه ایزو موادو څلویښت فیصده زیاتوالی پوښتنه رامینځته کونکي خبره ده .
- منبع: ایرکا خبری آژانس
- لینک کوتاه
دیدگاه شما درباره این خبر چیست؟
دیدگاه خود را محترمانه و روشن با دیگران به اشتراک بگذارید.
نظرات مخاطبان
0 دیدگاههنوز دیدگاهی ثبت نشده؛ شما آغازکننده گفتوگو باشید.