Back
ژړۍ او ارغستان کې درېیو تنو ته مرګ ژوبله واوښته
Published: 1390/03/23 0:0News ID: 5676Source: ایرکا خبری آژانس

د کندهار په ژړۍ او ارغستان ولسوالیو کې د بېلا بېلو پېښو له کبله درېیو تنو ته مرګ ژوبله واوښته.
لومړنۍ پېښه تېرمازیګر د ارغستان ولسوالۍ په سپین ګاری سیمه کې د سیمه ییزو پولیسو پر موټر شوې، چې په ترڅ کې یې دوه سیمه ییز پولیس وژل شوی دی.
د ارغستان ولسوال سیدعلی وویل، چې د سیمه ییزو پولیسو یو موټر له یادې سیمې څخه د تېرېدو په حال کې و، چې پرې د سړک غاړې ماین چاودنه وشوه او په ترڅ کې یې دوه پولیس ووژل شول او موټر یې هم له منځه لاړ.
د یوه بل خبر له مخې تېره شپه د ژړۍ ولسوالۍ په پاشمول سیمه کې د وسله والو مخالفینو په یوه برید کې یو ملکی وګړى ژوبل شو.
ځایی چارواکی وایی، چې برید پر یوې امنیتی پوسته شوى و او شاوخوا یو ساعت یې دوام درلود.
په برید کې وسله والو مخالفینو او امنیتی ځواکونو ته د مرګ ژوبلې اوښتو په اړه لا چارواکو او وسله والو مخالفینو څه نه دی ویلی.
د یادونې وړ ده، چې تېر سهار په پنجوایی ولسوالۍ کې د یوه ساختمانی شرکت پر کارکوونکو د ماین چاودنه شوې وه، چې په ترڅ کې یې یو تن ټپی شوى و.