خبرگزاری افغان ایرکاIRCA News Agency
فارسیEnglishالعربيةپښتو
فارسیEnglishالعربيةپښتو
  • صفحه اصلی
  • دسته‌بندی اخبار
  • آرشیو اخبار
  • چندرسانه‌ای
  • تصاویر
  • ویژه مهاجرین
  • صفحه اصلی
  • دسته‌بندی اخبار
  • آرشیو اخبار
  • چندرسانه‌ای
  • تصاویر
خبرگزاری افغان ایرکا
خبرگزاری افغان ایرکاAfghan IRCA News Agency
تاریخ انتشار: 1390/03/23 0:0کد خبر: 5676

ژړۍ او ارغستان کې درېیو تنو ته مرګ ژوبله واوښته

ژړۍ او ارغستان کې درېیو تنو ته مرګ ژوبله واوښته - خبرگزاری افغان ایرکا

زمان تقریبی مطالعه: 1 دقیقه

د کندهار په ژړۍ او ارغستان ولسوالیو کې د بېلا بېلو پېښو له کبله درېیو تنو ته مرګ ژوبله واوښته. لومړنۍ پېښه تېرمازیګر د ارغستان ولسوالۍ په سپین ګاری سیمه کې د سیمه ییزو پولیسو پر موټر شوې، چې په ترڅ کې یې دوه سیمه ییز پولیس وژل شوی دی. د ارغستان ولسوال سیدعلی وویل، چې د سیمه ییزو پولیسو یو موټر له یادې سیمې څخه د تېرېدو په حال کې و، چې پرې د سړک غاړې ماین چاودنه وشوه او په ترڅ کې یې دوه پولیس ووژل شول او موټر یې هم له منځه لاړ. د یوه بل خبر له مخې تېره شپه د ژړۍ ولسوالۍ په پاشمول سیمه کې د وسله والو مخالفینو په یوه برید کې یو ملکی وګړى ژوبل شو. ځایی چارواکی وایی، چې برید پر یوې امنیتی پوسته شوى و او شاوخوا یو ساعت یې دوام درلود. په برید کې وسله والو مخالفینو او امنیتی ځواکونو ته د مرګ ژوبلې اوښتو په اړه لا چارواکو او وسله والو مخالفینو څه نه دی ویلی. د یادونې وړ ده، چې تېر سهار په پنجوایی ولسوالۍ کې د یوه ساختمانی شرکت پر کارکوونکو د ماین چاودنه شوې وه، چې په ترڅ کې یې یو تن ټپی شوى و.
  • منبع: ایرکا خبری آژانس
  • لینک کوتاه
گفت‌وگو با مخاطبان

دیدگاه شما درباره این خبر چیست؟

دیدگاه خود را محترمانه و روشن با دیگران به اشتراک بگذارید.

نظرات مخاطبان

0 دیدگاه

هنوز دیدگاهی ثبت نشده؛ شما آغازکننده گفت‌وگو باشید.

  • پرونده‌های ویژه خبری
  • اخبار ویژه مهاجرین
  • پربازدیدترین‌ها
  • گزارش
  • علاقه‌مندی‌ها
زبان:
فارسیEnglishالعربيةپښتو
  • تلگرام
  • یوتیوب
  • اینستاگرام
  • فیسبوک
  • ایکس
  • آپارات

© 2005–2026 تمامی حقوق برای خبرگزاری افغان ایرکا محفوظ است.