Back
حقانی چینل د پاکستان له حکومت سره اړیکی لری
Published: 1390/06/27 0:0News ID: 6760Source: ایرکا خبری آژانس

په پاکستان کې د امریکا سفیر وایی، داسې شواهد شته چې حقانی چینل د پاکستان له حکومت سره اړیکی لری.
د امریکا د سفیرکمېرون مونټر دا څرګندونې چې پرون له راډیو-پاکستان سره د مرکې په ترڅ کې خپرې شوې ښایی د اسلام اباد او واشنګټن ترینګلی اړیکی نورې هم کړکېچنې کړی.
امریکا او ناټو حقانی شبکه په کابل کې د امریکا پر سفارت او د ناټو پر مرکزی قرارګاه د تېرې اونۍ د حملې په ګډون د ډېرو خونړېو حملو مسووله ګڼی.
په پاکستان کې د امریکا سفیر په خپله مرکه کې وویل، په کابل کې د څو ورځو مخکې برید د حقانی شبکې کار ؤ او هغه حقیقت چې موږ پخوا هم ویلی و، دا دی چې داسې شواهد شته چې د پاکستان له حکومت سره د حقانی شبکې ارتباط ښیی او دا رابطه نور نو باید ختمه شی.
د پاکستان پوځ او حکومت تر اوسه په دې اړه څه نه دی ویلی.
د تېرې چارشنبې په ورځ د امریکا دفاع وزیر لیون پنېتا وویل، چې امریکا به په پاکستان کې د دېره افراطی وسله والو له ګواښ څخه په افغانستان کې د خپلو مېشتو ځواکونو د ساتلو لپاره ښایی یو اړخیز اقدام وکړی، خو د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت وویل، په پاکستان کې د دېره وسله والو په اړه د امریکا خبرداری له ترهه ګرۍ سره مبارزې کې د دواړوملګرو د ملګرتیا له چوکاټه بهر دی.