خبرگزاری افغان ایرکاIRCA News Agency
فارسیEnglishالعربيةپښتو
فارسیEnglishالعربيةپښتو
  • صفحه اصلی
  • دسته‌بندی اخبار
  • آرشیو اخبار
  • چندرسانه‌ای
  • تصاویر
  • ویژه مهاجرین
  • صفحه اصلی
  • دسته‌بندی اخبار
  • آرشیو اخبار
  • چندرسانه‌ای
  • تصاویر
خبرگزاری افغان ایرکا
خبرگزاری افغان ایرکاAfghan IRCA News Agency
تاریخ انتشار: 1390/06/27 0:0کد خبر: 6760

حقانی چینل د پاکستان له حکومت سره اړیکی لری

حقانی چینل د پاکستان له حکومت سره اړیکی لری  - خبرگزاری افغان ایرکا

زمان تقریبی مطالعه: 2 دقیقه

په پاکستان کې د امریکا سفیر وایی، داسې شواهد شته چې حقانی چینل د پاکستان له حکومت سره اړیکی لری. د امریکا د سفیرکمېرون مونټر دا څرګندونې چې پرون له راډیو-پاکستان سره د مرکې په ترڅ کې خپرې شوې ښایی د اسلام اباد او واشنګټن ترینګلی اړیکی نورې هم کړکېچنې کړی. امریکا او ناټو حقانی شبکه په کابل کې د امریکا پر سفارت او د ناټو پر مرکزی قرارګاه د تېرې اونۍ د حملې په ګډون د ډېرو خونړېو حملو مسووله ګڼی. په پاکستان کې د امریکا سفیر په خپله مرکه کې وویل، په کابل کې د څو ورځو مخکې برید د حقانی شبکې کار ؤ او هغه حقیقت چې موږ پخوا هم ویلی و، دا دی چې داسې شواهد شته چې د پاکستان له حکومت سره د حقانی شبکې ارتباط ښیی او دا رابطه نور نو باید ختمه شی. د پاکستان پوځ او حکومت تر اوسه په دې اړه څه نه دی ویلی. د تېرې چارشنبې په ورځ د امریکا دفاع وزیر لیون پنېتا وویل، چې امریکا به په پاکستان کې د دېره افراطی وسله والو له ګواښ څخه په افغانستان کې د خپلو مېشتو ځواکونو د ساتلو لپاره ښایی یو اړخیز اقدام وکړی، خو د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت وویل، په پاکستان کې د دېره وسله والو په اړه د امریکا خبرداری له ترهه ګرۍ سره مبارزې کې د دواړوملګرو د ملګرتیا له چوکاټه بهر دی.
  • منبع: ایرکا خبری آژانس
  • لینک کوتاه
گفت‌وگو با مخاطبان

دیدگاه شما درباره این خبر چیست؟

دیدگاه خود را محترمانه و روشن با دیگران به اشتراک بگذارید.

نظرات مخاطبان

0 دیدگاه

هنوز دیدگاهی ثبت نشده؛ شما آغازکننده گفت‌وگو باشید.

  • پرونده‌های ویژه خبری
  • اخبار ویژه مهاجرین
  • پربازدیدترین‌ها
  • گزارش
  • علاقه‌مندی‌ها
زبان:
فارسیEnglishالعربيةپښتو
  • تلگرام
  • یوتیوب
  • اینستاگرام
  • فیسبوک
  • ایکس
  • آپارات

© 2005–2026 تمامی حقوق برای خبرگزاری افغان ایرکا محفوظ است.