Back
د استاد ربانی قاتل سولې او دین ته خیانت وکړ او ستر شرم یې پریښوده
Published: 1390/06/30 0:0News ID: 6820Source: ایرکا خبری آژانس

د افغانستان ولسمشر وویل د استاد ربانی قاتل سولې او دین ته خیانت وکړ او ستر شرم یې پریښوده
د ایرکا خبری اژانس د راپور له مخې د افغانستان ولسمشر حامدکرزی نن په کابل کښې ددغه هیواد دسولې د لوړې شورا د مشر برهان الدین ربانی د شهادت په اړه ه یوه خبری غونډه کې وویل استاد ربانی د سولې په لارې کښې ډیری هڅی وکړی او په لاره کښې یې خپل ژوند له لاسه ورکړ.
ولسمشر کرزی وویل استاد ربانی مجاهد ، عالم ، مصلح او ستر جهادی رهبر ؤ او تل یې د افغانستان د ژغورلو لپاره هڅې کړی او د یو داسی هیواد هیله یې درلوده چې تل پکې سوله او ثبات وی .
هغه وویل امریکا ته له سفره مخکې د سولې د لوړې شورا د د ارالانشا مشر معصوم ستانکزی ماته راغی او ویې ویل د طالبانو د یو پیاوړی مشر غږیز پیغام استاد ربانی ته استول شوی چې دغه پیغام مولوی عنایت الله مخدوم را لیږلی ؤ او ربانی یې پکې ښاغلی استاد بللی او له سولې سره یې د دغه طالب مشر دیوځای کیدو لپاره چمتووالی اعلان کړی ؤ او په دغه پیغام کښې د سولې لپاره وړاندیزونه او پوښتنې شوی وی چې په حقیقت کښې له غولولو او دسیسې پرته بل څه نه ؤ .
ولسمشر کرزی وویل له ایران څخه د استاد ربانی له ستنیدو وروسته دغه قاصد یا پیغام راوړونکی چې یو جنایتکار او قاتل ؤ استاد ربانی ته ورغی ،چې دغه کس سولې ته خیانت وکړ ، له سولې ، دین او قران څخه یې ناوړه استفاده وکړه او د سولې او آزادۍ ستر مشر یې شهید کړ .
د افغانستان ولسمشر زیاته کړه دغه ترهه ګر پټکی ته هم چې د افغانانو ملی ویاړ دی خیانت وکړ او د تل لپاره یې دغه شرم پریښوده .