خبرگزاری افغان ایرکاIRCA News Agency
فارسیEnglishالعربيةپښتو
فارسیEnglishالعربيةپښتو
  • صفحه اصلی
  • دسته‌بندی اخبار
  • آرشیو اخبار
  • چندرسانه‌ای
  • تصاویر
  • ویژه مهاجرین
  • صفحه اصلی
  • دسته‌بندی اخبار
  • آرشیو اخبار
  • چندرسانه‌ای
  • تصاویر
خبرگزاری افغان ایرکا
خبرگزاری افغان ایرکاAfghan IRCA News Agency
تاریخ انتشار: 1390/06/30 0:0کد خبر: 6820

د استاد ربانی قاتل سولې او دین ته خیانت وکړ او ستر شرم یې پریښوده

د استاد ربانی قاتل سولې او دین ته خیانت وکړ او ستر شرم یې پریښوده  - خبرگزاری افغان ایرکا

زمان تقریبی مطالعه: 2 دقیقه

د افغانستان ولسمشر وویل د استاد ربانی قاتل سولې او دین ته خیانت وکړ او ستر شرم یې پریښوده د ایرکا خبری اژانس د راپور له مخې د افغانستان ولسمشر حامدکرزی نن په کابل کښې ددغه هیواد دسولې د لوړې شورا د مشر برهان الدین ربانی د شهادت په اړه ه یوه خبری غونډه کې وویل استاد ربانی د سولې په لارې کښې ډیری هڅی وکړی او په لاره کښې یې خپل ژوند له لاسه ورکړ. ولسمشر کرزی وویل استاد ربانی مجاهد ، عالم ، مصلح او ستر جهادی رهبر ؤ او تل یې د افغانستان د ژغورلو لپاره هڅې کړی او د یو داسی هیواد هیله یې درلوده چې تل پکې سوله او ثبات وی . هغه وویل امریکا ته له سفره مخکې د سولې د لوړې شورا د د ارالانشا مشر معصوم ستانکزی ماته راغی او ویې ویل د طالبانو د یو پیاوړی مشر غږیز پیغام استاد ربانی ته استول شوی چې دغه پیغام مولوی عنایت الله مخدوم را لیږلی ؤ او ربانی یې پکې ښاغلی استاد بللی او له سولې سره یې د دغه طالب مشر دیوځای کیدو لپاره چمتووالی اعلان کړی ؤ او په دغه پیغام کښې د سولې لپاره وړاندیزونه او پوښتنې شوی وی چې په حقیقت کښې له غولولو او دسیسې پرته بل څه نه ؤ . ولسمشر کرزی وویل له ایران څخه د استاد ربانی له ستنیدو وروسته دغه قاصد یا پیغام راوړونکی چې یو جنایتکار او قاتل ؤ استاد ربانی ته ورغی ،چې دغه کس سولې ته خیانت وکړ ، له سولې ، دین او قران څخه یې ناوړه استفاده وکړه او د سولې او آزادۍ ستر مشر یې شهید کړ . د افغانستان ولسمشر زیاته کړه دغه ترهه ګر پټکی ته هم چې د افغانانو ملی ویاړ دی خیانت وکړ او د تل لپاره یې دغه شرم پریښوده .
  • منبع: ایرکا خبری آژانس
  • لینک کوتاه
گفت‌وگو با مخاطبان

دیدگاه شما درباره این خبر چیست؟

دیدگاه خود را محترمانه و روشن با دیگران به اشتراک بگذارید.

نظرات مخاطبان

0 دیدگاه

هنوز دیدگاهی ثبت نشده؛ شما آغازکننده گفت‌وگو باشید.

  • پرونده‌های ویژه خبری
  • اخبار ویژه مهاجرین
  • پربازدیدترین‌ها
  • گزارش
  • علاقه‌مندی‌ها
زبان:
فارسیEnglishالعربيةپښتو
  • تلگرام
  • یوتیوب
  • اینستاگرام
  • فیسبوک
  • ایکس
  • آپارات

© 2005–2026 تمامی حقوق برای خبرگزاری افغان ایرکا محفوظ است.