Back
پاکستان د جمو کشمیر د مسئلې د حل غوښتنه وکړه
Published: 1390/07/21 0:0News ID: 7128Source: ایرکا خبری آژانس

د فارس خبری آژانس له راپور سره سم د پاکستان د بهرنیو چارو وزیرې له پارلمان سره تر غوندې وروسته خبریالانو ته وویل د اسلام آباد او نوی ډهلی اړیکې ښې شوې او هیله ېې څرګنده کړه چې په نږدې راتلونکې کې به له هند سره د کشمیر د لانجې او نورو ستونځو په اړه موافقې ته ورسی .
هغې هند د پاکستان د سوداګرئ د پراختیا لپاره تر ټولو ښه هیواد وباله خو ټینګار ېې وکړ د کشمیر د ستونځې حل د دې سیمې د خلکو له نظر اخیستلو پرته ممکن نه دئ .
دا په داسې حال کې ده چې نن د هند او پاکستان تر منځ د ویزې آسانولو لپاره یوه دوه ورځنې غوڼده هم په نوی ډهلی کې د دواړو هیوادونو د بهرنیو چارو وزارتونو د چارواکو په ګډون سره په کار پیل کوی .
د ویلو ده چې د کشمیر د مسئلې په سر هند او پاکستان دوه ځله جګړې هم کړې دی .