
په میدان ښار کې څلور ماشومان د یوه ماین د چاودنې له امله ووژل شول.
د میدان وردګو د والی ویاند شاهدالله شاهد وایی، چې د دې ولایت د مرکز میدان ښار اړوند د خواجه ګانو په سیمه کې، نن (د لړم 9مه) د ځاى پر ځاى شوی ماین د چاودنې له امله د سیمې څلور ماشومان ووژل شول.
نوموړی پژواک خبری اژانس ته وویل، چې دغه ماین د کروندې په یوه پټی کې د وسله والو طالبانو له خوا ځاى پر ځاى شوى وو، چې پر دغو ماشومانو د لوبو پر مهال وچاودېد.
هغه زیاته کړه، چې په دغې سیمه کې افغان او بهرنی ځواکونه د شپې له خوا پلې ګزمې کوی، چې ښایی موخه یې هغوى وو.
شاهد وویل، چې په وژل شویو کې درې هلکان او یوه نجلۍ ده.
د سیمې یوه اوسېدونکی عین الله پژواک اژانس ته وویل، چې دغه ماشومان په همدې پټیو کې لوبېدل، چې دا پېښه رامنځ ته شوه.
هغه زیاته کړه، چې ماشومانو دغه ماین رااخیستى وو او لوبې یې پرې کولې، چې په لاسونو کې پرې وچاودېد.
د نوموړی په خبره، ټول ماشومان ځاى پر ځاى ووژل شول.
وسله والو طالبانو په دې اړه تراوسه څه نه دی ویلی.
د یادونې وړ ده، چې دوه اونۍ مخکې هم په همدې سیمه کې په یوه پټی کې د ځاى پر ځاى شوی ماین د چاودنې له امله درې کوچیان وژل شوی وو.