خبرگزاری افغان ایرکاIRCA News Agency
فارسیEnglishالعربيةپښتو
فارسیEnglishالعربيةپښتو
  • صفحه اصلی
  • دسته‌بندی اخبار
  • آرشیو اخبار
  • چندرسانه‌ای
  • تصاویر
  • ویژه مهاجرین
  • صفحه اصلی
  • دسته‌بندی اخبار
  • آرشیو اخبار
  • چندرسانه‌ای
  • تصاویر
خبرگزاری افغان ایرکا
خبرگزاری افغان ایرکاAfghan IRCA News Agency
تاریخ انتشار: 1390/08/09 0:0کد خبر: 7332

چاودنې څلور ماشومان ووژل

چاودنې څلور ماشومان ووژل - خبرگزاری افغان ایرکا

زمان تقریبی مطالعه: 2 دقیقه

په میدان ښار کې څلور ماشومان د یوه ماین د چاودنې له امله ووژل شول. د میدان وردګو د والی ویاند شاهدالله شاهد وایی، چې د دې ولایت د مرکز میدان ښار اړوند د خواجه ګانو په سیمه کې، نن (د لړم 9مه) د ځاى پر ځاى شوی ماین د چاودنې له امله د سیمې څلور ماشومان ووژل شول. نوموړی پژواک خبری اژانس ته وویل، چې دغه ماین د کروندې په یوه پټی کې د وسله والو طالبانو له خوا ځاى پر ځاى شوى وو، چې پر دغو ماشومانو د لوبو پر مهال وچاودېد. هغه زیاته کړه، چې په دغې سیمه کې افغان او بهرنی ځواکونه د شپې له خوا پلې ګزمې کوی، چې ښایی موخه یې هغوى وو. شاهد وویل، چې په وژل شویو کې درې هلکان او یوه نجلۍ ده. د سیمې یوه اوسېدونکی عین الله پژواک اژانس ته وویل، چې دغه ماشومان په همدې پټیو کې لوبېدل، چې دا پېښه رامنځ ته شوه. هغه زیاته کړه، چې ماشومانو دغه ماین رااخیستى وو او لوبې یې پرې کولې، چې په لاسونو کې پرې وچاودېد. د نوموړی په خبره، ټول ماشومان ځاى پر ځاى ووژل شول. وسله والو طالبانو په دې اړه تراوسه څه نه دی ویلی. د یادونې وړ ده، چې دوه اونۍ مخکې هم په همدې سیمه کې په یوه پټی کې د ځاى پر ځاى شوی ماین د چاودنې له امله درې کوچیان وژل شوی وو.
  • منبع: ایرکا خبری آژانس
  • لینک کوتاه
گفت‌وگو با مخاطبان

دیدگاه شما درباره این خبر چیست؟

دیدگاه خود را محترمانه و روشن با دیگران به اشتراک بگذارید.

نظرات مخاطبان

0 دیدگاه

هنوز دیدگاهی ثبت نشده؛ شما آغازکننده گفت‌وگو باشید.

  • پرونده‌های ویژه خبری
  • اخبار ویژه مهاجرین
  • پربازدیدترین‌ها
  • گزارش
  • علاقه‌مندی‌ها
زبان:
فارسیEnglishالعربيةپښتو
  • تلگرام
  • یوتیوب
  • اینستاگرام
  • فیسبوک
  • ایکس
  • آپارات

© 2005–2026 تمامی حقوق برای خبرگزاری افغان ایرکا محفوظ است.