Back
په قندهار کې په یوې چاودنې کې 5 تنه ژوبل شول
Published: 1390/09/15 0:0News ID: 7763Source: ایرکا خبری آژانس

د افغانستان د کندهارولایت امنیه قومندان جنرال عبدالرازق وایې نن غرمه دولس بجی د کندهار ښار د چهارسو څلور لاری ته څېرمه د پولیسو پر یوه ګزمه چاودنه شوی .
دده په خبره چې په دی چاودنه کې دوه پولیس او درې ولسی وګړی ژوبل شوی دی او بل چاته پکښې زیان نه دى اوښتى.
نوموړى وایې چې چاودیدونکی توکی په یو موټر سایکل کې ځاى پر ځاى شوی ول.
دى وایې چې ددی پېښی په تړاو یې پلټنی پیل کړی دی او تر اوسه یې څوک نه دی نیولی.
ددی پېښی پړه هم تر دی مهاله کومی ډلی په غاړه نه د اخیستی