بېرته
په قندهار کې په یوې چاودنې کې 5 تنه ژوبل شول
د خپرېدو نېټه: 1390/09/15 0:0د خبر شمېره: 7763سرچینه: ایرکا خبری آژانس

د افغانستان د کندهارولایت امنیه قومندان جنرال عبدالرازق وایې نن غرمه دولس بجی د کندهار ښار د چهارسو څلور لاری ته څېرمه د پولیسو پر یوه ګزمه چاودنه شوی .
دده په خبره چې په دی چاودنه کې دوه پولیس او درې ولسی وګړی ژوبل شوی دی او بل چاته پکښې زیان نه دى اوښتى.
نوموړى وایې چې چاودیدونکی توکی په یو موټر سایکل کې ځاى پر ځاى شوی ول.
دى وایې چې ددی پېښی په تړاو یې پلټنی پیل کړی دی او تر اوسه یې څوک نه دی نیولی.
ددی پېښی پړه هم تر دی مهاله کومی ډلی په غاړه نه د اخیستی