چارواکی وایی، چې د طالبانو د واکمنۍ په موده کې د ملاعمر ویاند ملاعبدالحی مطمئن له څو تنو نورو طالبانوسره وړمه شپه د غزنی په اندړ ولسوالۍ کې د یو لړ عملیاتو په ترڅ کې نیول شوى دى. ملاعبدالحی مطمین وروسته له دې، چې مولوی عبدالوکیل متوکیل د طالبانو د باندنیو چارو وزیر وټاکل شو ان تر 2001 کال تر پایه پورې، چې د امریکا په مشرۍ د نړیوالو ځواکونو د عملیاتو په نتیجه کې د طالبانو رژیم وپرزېد د ملاعمر ویاند وو. د غزنی د امنیې قومندان خیال باز شېرزوى هم په اندړ ولسوالۍ کې د وړمې شپې د عملیاتو په ترڅ کې د اوو تنو طالبانو د نیولو خبره تائیدوی، خو وایی، دى نه پوهېږی، چې د هغوی په منځ کې عبدالحی مطمئن هم شامل دى او کنه. د نوموړی په وینا، ورته ویل شوی، چې مطمئن هم په نیول شویو کسانو کې شامل دى، خو دى دا خبره نه تائیدوی او نه یې هم ردوی. خو د اندړ ولسوال شېرخان یوسفزی د دغو کسانو نیونه تائید کړې ده. هغه ویلی، چې مطمئن او نور نیول شوی کسان، چې درې یې مهم قومندانان دی، په غزنی کې د ایتلافی ځواکونو په توقیف کې دی.