خبرگزاری افغان ایرکاAfghan IRCA News Agency
افغان چارواکی: عبدالحی مطمئن نیول شوى

زمان تقریبی مطالعه: 1 دقیقه
چارواکی وایی، چې د طالبانو د واکمنۍ په موده کې د ملاعمر ویاند ملاعبدالحی مطمئن له څو تنو نورو طالبانوسره وړمه شپه د غزنی په اندړ ولسوالۍ کې د یو لړ عملیاتو په ترڅ کې نیول شوى دى.
ملاعبدالحی مطمین وروسته له دې، چې مولوی عبدالوکیل متوکیل د طالبانو د باندنیو چارو وزیر وټاکل شو ان تر 2001 کال تر پایه پورې، چې د امریکا په مشرۍ د نړیوالو ځواکونو د عملیاتو په نتیجه کې د طالبانو رژیم وپرزېد د ملاعمر ویاند وو.
د غزنی د امنیې قومندان خیال باز شېرزوى هم په اندړ ولسوالۍ کې د وړمې شپې د عملیاتو په ترڅ کې د اوو تنو طالبانو د نیولو خبره تائیدوی، خو وایی، دى نه پوهېږی، چې د هغوی په منځ کې عبدالحی مطمئن هم شامل دى او کنه.
د نوموړی په وینا، ورته ویل شوی، چې مطمئن هم په نیول شویو کسانو کې شامل دى، خو دى دا خبره نه تائیدوی او نه یې هم ردوی.
خو د اندړ ولسوال شېرخان یوسفزی د دغو کسانو نیونه تائید کړې ده.
هغه ویلی، چې مطمئن او نور نیول شوی کسان، چې درې یې مهم قومندانان دی، په غزنی کې د ایتلافی ځواکونو په توقیف کې دی.
- منبع: ایرکا خبری آژانس
- لینک کوتاه
دیدگاه شما درباره این خبر چیست؟
دیدگاه خود را محترمانه و روشن با دیگران به اشتراک بگذارید.
نظرات مخاطبان
0 دیدگاههنوز دیدگاهی ثبت نشده؛ شما آغازکننده گفتوگو باشید.