Back
ختیځ کې 4 طالبانو ته مرګ ژوبله ا وښتې
Published: 1389/05/03 0:0News ID: 960Source: ایرکا خبری آژانس

د ننګرهار چارواکی دعوه لری، چې تېره شپه یې د دې ولایت په ناامنه ولسوالۍ خوږیاڼو کې خپل دوه وسله وال مخالفین وژلی او دوه نورټپیان کړی دی.
د ننګرهار د والی ویاند احمدضیاعبدالزى وایی، چې وسله والو مخالفینو ته یې دا مرګ، ژوبله تېره شپه هغه مهال اوښتې، چې په ګړه باوې سیمه کې یې ډاټسن موټر د افغان امنیتی ځواکونو تر برید لاندې راغى.
د والی ویاند د خپلې دې دعوې په اړه نور جزیات نه لری، خو وایی تر پلټنو وروسته به یې په ډاګه کړی.
د خوږیاڼو ځایی چارواکو په دې اړه تر ډېرو هڅو وروسته هم کلید سره له خبرو ډډه وکړه.
د وسله والو طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد بیا له ناڅرګند ځایه په ټلیفون د ننګرهار ولایتی ادارې پر دې دعوې ناخبری وښوده، خو دعوه یې وکړه، چې د دوى ملګرو هم تېره شپه د خوږیاڼو په نکړخېلو کې د پولیسو پر یوه موټر برید کړى، چې په ترڅ کې یې دوه سرتېری وژلی او دوه نور یې ټپیان کړی دی.
د خپلواکو سرچینو په نظر اخېستنه کې په دې اړه پاتې راغلو، خو باید وویل شی، چې د خوږیاڼو ولسوالی د ننګرهار یوه له نسبتاًډېرو ناامنیو څخه یوه ده او ډېرکله پکې د ورته پېښو خبرونه ورکول کېږی.
چارواکی ډېرځله له دې پېښو ناخبری ښیى، خو د دې ولسوالۍ ولسوال کلید ته په یوه ځانګړې مرکه کې د دې ولسوالۍ په یو شمېر سیمو کې د دولت د وسله والو مخالفینو شتون منلى دى.